آیا ښځه هم احتلام کیږي؟ د غسل حکم یې؟

پوښتنه : که چیرې یوه ښځه دشپې یو څوک په خوب کی وویني چې جماع ورسره کوي (یعنې جماع وسره وکړي) خو کله چې راویشه شي څه شی ورنه نه دی خارج شوی غسل پری لازم دی اوکه نه؟ او بل غواړم چې پوه شم چې د احتلام او انزال تر مینځ فرق څه شی دی او د ښځې په څه شکل وي؟

ځواب :
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله ، وبعد :
که څوک یو خوب وویني او چې جماع کوي ولې مني ورنه خارج نه شي نو پر ده غسل نه شته خو کله داسې کیدای شي چې دشپې مني وچ شي او پر لباس د نم او لوندوالي اثر نه وي نو باید په دقت سره خپل پرتوګ وګوري چې د مني آثار اوعلائم خو به پرې نه وي نو که دمني اثر نه لیدل کیده نو پرده غسل نه شته

دښځې احتلام هم دنارینه په شان دي که اوبه ورنه خارج شوې نو غسل پرې فرض دی او که نه نو غسل پرې نه شته
عن أم سلمة: أن أم سليم قالت: يا رسول الله، إن الله لا يستحيي من الحق، فهل على المرأة الغسل إذا احتلمت؟ قال: نعم، إذا رأت الماء، . رواه البخاري
له ام سلمه رضي الله عنها نه روایت دی چې وايي : ام سلیم وویل : یا رسول الله ، الله جل جلاله له حق نه حیاء نه کوي ، آیا ښځه هم باید غسل وکړي کله چې احتلام شي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هو ، کله چې اوبه (مني) وویني.

داحتلام او انزال تر مینځ فرق دادی چې احتلام په خوب کې وي یعنې شیطان غولول چې په عامه اصطلاح کې ورته وايي او انزال په هر طریقه چې انسان نه مني خارج شي که هغه په جماع سره وي، که د لاس په واسطه او که په بله وسیله دې ته انزال وايي.
والله اعلم

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک