ارګمي کول؛ لاملونه او درملنه Belching

ارګمي کول Belching:

ارګمی څه شی دی؟

د ناروغ له خولې څخه د غږېزې یا اواز لرونکې هوا راوتل ارګمی ګڼل کېږي.

د ارګمي لاملونه:

بد هضمي، په معده کې د هوا زیاتوالی، د معدې زخم، د کولمو زخم، له خوړو سره د اوبو زیات څښل، د چای او کوکاکولا ډېر کارول د دې ناروغۍ لاملونه دي. کله چې ارګي سره هوا راوځي، له هغې څخه ډېره هوا بېرته د خولې له لارې ننوځي، چې د زیاتو ارګمیو سبب

کېږي.

په عصبي او نازک مزاجه ښځو کې د ارګمیو واقع کېدل د هستريا د ناروغۍ پیلامه ده.

د ارګمي درملنه:

  • ناروغ باید له ارادي قوت څخه کار واخلي او په ارګمیو باندې کنترول ومومي، که چیرته ارګي راځي باید خوله بنده ونیسي او که خوله خلاصه وي، باید د ارګمي د بندېدو هڅه وکړي.
  • که په چا کې بدهضمي موجوده وي، هغه دې معالجه کړي.
  • که قبضيت وي د هغې درملنه دې وکړي.
  • د دماغ د سکون لپاره Largactil-25mg او Tab.Ativan توصيه کړئ.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک