استسقاء یا ادیما؛ لاملونه، نښې او درملنه Edema

استسقاء یا ادیما څه ته وايي؟ Edema

د بدن په کومه برخه کې د اوبو راټولېدو ته استسقاء یا ادیما  (Edema)ویل کېږي، چې څو ډوله دي: د دماغ استسقاء،  د سږو استسقاء، د زړه د پردې استسقاء، د مفصلونو او داسې نورو استسقاء.

چې په اصل کې استسقاء خپله کومه ناروغي نه ده، خو د نورو لاملونو له کبله رامنځته کېږي.

لاملونه:

  • د ځیگر پړسوب،
  • له بدن څخه د وینې ډېر بهېدل،
  • د وینې کموالی
  • د زړه انبساط،
  • د ګردو کمزوري
  • او بلاخره د ځینو درملونو لکه د Ergapyrine از Ephedrine ډېر کارول.

نښې:

  • که چېرته په زړه او یا سږو کې څه خرابی وي، د پښو په شاوخوا کې پړسوب لیدل کېږي. له دې سره د زړه ټکان زیات وي او تنفس به سختۍ سره اجرا کېږي او شاهین شاهین اواز تولیدوي.
  • د روماتیزم له کبله له استسقا سره عموما د زړه په کار کې خرابوالی لیدل کېږي. لومړیو کې لاسونه او پښې پړسوب پیدا کوي او وروسته ټول بدن کې پړسوب لیدل کېږي.
  • که چېرې پخوا په خېټه کې ورم وي او بيا لاسونه پړسوب غوره کړي، نو دا د دې نښه ده، چې په ځیګر کې څه خرابوالی رامنځته شوی دی.
  • کومه استسقا چې د شرابو له ډېر استعمال، له بدن څخه د زیاتې وینې د ضايع کېدو، د ځیګر د سرطان او د یرقان څخه وروسته پېدا کېږي هغې ته Ascites ویل کېږي.
  • د پښتورګو له خرابوالي څخه چې کوم ورم پېدا کېږي. هغه لومړی د سترګو په شاوخوا برخو کې لیدل کېږي، کله چې ناروغ سهار له خوبه پاڅېږي سترګې يې پړسېدلي وي، چې له متيازو سره Albumine خارجېږي له دې سره یې په ټول بدن کې پړسوب په نظر راځي او د ناروغ جسم زېړ ته مایل او غوړ معلومېږي، چې لحمي استسقاء هم ورته ویل کېږي
  • او که چېرته د وینې د کموالي له کبله پړسوب رامنځته شوی وي، نو هغه به د پښو د ګونډو او سترګو پورې محدود وي، چې سهار به ورم کم او د شپې له خوا به ډېر وي
  • دا ناروغی په هغه چا کې واقع کېږي، چې د وینې د اخراج سابقه پکې موجوده وي، اوږده ناروغي يې تېره کړې وي او هغه ښځې چې پر له پسې ېې اولادونه زېږولي وي.

درملنه:

  • اصل لامل دې ولټول شي او له هغې سره سم د درملنه وشي.
  • که چېرته په زړه کې خرابوالی موجود وي، نو ناروغ ته Digoxin او له هغې سره Tab.Lasix د ناروغۍ د سختوالي په تناسب توصیه کړئ او د څو ورځو لپاره دې استعمال کړي.
  • که چېرته د ګردو له خرابوالي څخه پړسوب پېدا شوی وي، ناروغ ته Lasix او له دې سره Tab.Prednisolon ورکړئ او په همدې ډول Cap.Teramycin-250mg هم زیات کړئ. د دې درې واړو درملونو یو ځای ناروغ ته ورکول ښه درملنه ده.
  • د وینې د کموالي له امله د پړسوب د مخنیوي لپاره ناروغ ته عضله کېJetepar یا Inj.Imferon او یا Inj.Jectofer او د کم خونۍ په برخه کې لیکل شوې درمل ورته توصیه کړئ. له دې سره ورته Tab.Lasix یا Tab.Esidrex او یا Tab.Nepril کومه یوه ورکړئ او که چېرته پړسوب زیات وي Inj.Neptal ورته زرق کړي. خو دا خیال ساتئ، چې د ګردو د کمزورتیا په پړسوب کې دا هېڅکله ورنکړئ، ځکه له دې سره ادرار ډېرېږي او پرګردو باندې زور راوړي.
  • د پړسوب ناروغانو ته د مالګې استعمال نه دی پکار،
  • د هغوی د تقویې خیال باید وساتل شي. تازه مېوې، سبزي او ترکاري ورته ډېر استعمالول پکار دي، يخني ښوروا خوړل ورته ډېر ضروري دي.

Back to top button
واسع کلینیک