ایا د زیتونو له ګټو خبر یاست؟
دیوې نوي څیړنې له مخې دا په ډاګه شوي چې د زیتون تیل پر سرطان اخته انسان د سرطان له ناروغۍ څخه ژوغورلای شي او کارول یې زیان نه لري.
“هاورډ پوهنتون” په دې څیړنه کې ویلي دي چې زیتون په خپل جوړښت کې (کنټال) ماده لري، کنټال هغه ماده ده چې د سرطان ویروس ځپلې حجرې له منځه وړي او هغه حجرې چې لا تر اوسه، د سرطان پر ویروس نن دي ککړې شوي، د سرطان له ویروس یی خوندي ساتي، په څیړنه کې راغلي دي چې کنټال ځپل شوي حجرې ته ننوځي او پروټین خارجوي چې دغه پروټین دځپل شوي حجرې په ختمیدو کې لویه دنده تر سره کوي.
نن سبا په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې هم د معدې او کلمو د سرطان د درملنې په موخه د زیتون تیل کارول کیږي.
ساینسپوهانو له زیتونه د دې حیرانوونکو ګټو د لاس ته راوړلو په موخه لومړی د زیتون (کنټال) ماده پر ژوندي سرطان کارولي او وی لیدل چې د سرطان له ویروسه اغیزمن شوي حجره له منځه ځي.
په څیړنه دا هم ویل شوي دي چې دا اړینه نه ده چې سل په سلو کې دی دسرطان ناروغ دزیتون د تیلو په خوړلو روغ شي، او سرطان دې له منځه یوسي زیتون تیل دسرطان په ځپلو په څیر (Chemotherapy) کې اغیزمن دی، خو کیموتراپي بدې پایلې نه لري.