ایټکۍ یا هجکي؛ لاملونه او درملنه Hiccough

ایټکي (هجکي) څه شی دی؟ Hiccough:

د ګېډې او سینې ترمنځ یوه پرده ده، چې حجاب حاجز او یا Diaphragm ورته وایي. کله چې په دې کې څه تشنج رامنځته شي، نو ایټکي راتلل پیلېږي.

 

ایټکۍ کول

د ایټکي لاملونه:

  • د معدې خرابی او خشكي،
  • بدهضمي،
  • د معدې تیزابیت،
  • د ځیګر د فعل خرابوالی،
  • د ګردې خرابوالی
  • کله کله د ناڅرګندو لاملونو له امله ایټکي واقع کېږي.

د ایټکي درملنه:

  • ناروغ ته Inj.Largactil-50mgاو یا Inj.siquil او یاTab.lnj.Neo-Octinum  ډېره ګټه رسوي.
  • ناروغ ته لږ لږ شیدې ورکول هم ګټورې دي.
  • که چېرته پورتنۍ درملنه ناروغ ته ګټه ونکړي، نو په روحي طریقه دناروغي درملنه وکړئ، په دې ډول چې ناروغ ته ووایاست، چې د پلاستيك كڅوړه خولې ته ونیسي، په هغې کې دې تنفس وکړي یا ورته یوه خاطره یا واقعه، چې د ده لپاره زورونکې او خوشالوونکې وي یاده کړئ، ان شاء الله ایټکۍ به یې بنده شي.
  • ناروغ تهNitroglycerin تر ژبې لاندې اېښودل او زبېښل هم ګټه رسوي.

Editorial Team

Wasiclinic Publisher Team. Share the articles with your friends, and connect with us on social media.
Back to top button
wasiclinic