بدهضمي؛ لاملونه، نښې، تشخیص او درملنه Dyspepsia

بد هضمي څه شی دی؟ Dyspepsia:

کله چې په معدې کې د خوړو د هاضمې ستونزه پېدا شي بدهضمي ورته ویل کېږي.

د بد هضمي لاملونه:

په خوراك كې بې احتياطي، ډېر خوراک کول، له خوراك وروسته چای څښل او له هغې سره د کیک، کلچو او مټایانو خوړل، د هضم په ترشحاتو کې کمی او یا زیاتوالی، ډېره مطالعه کول، غم او پرېشاني د دې ناروغۍ لاملونه دي. په همدې توګه ځینې ناروغۍ لکه د معدې التهاب، د ځیګر پړسوب هم د دې اسباب ګڼل کېږي.

له وریو څخه وينه او زوه راتلل هم د دې ناروغۍ لامل ګرځي.

د بد هضمۍ نښې:

  • خېټه پړسېږي
  • معده درنده معلومېږي
  • په خېټه کې نری نری برېښ وي
  • زړه راجګېږي او بدبد کېږي
  • ناروغ ارږمي کوي
  • په خېټه کې ګړب او ګړوب وي
  • ځینې وختونه اسهال هم ورسره وي
  • که ناروغي دوام وکړي ناروغ ډېر کمزوری کېږي.

تدابیر:

د ناروغۍ اصل سبب دې ولټول شي د هغې مطابق دې معالجه شي، په خوړلو کې احتیاط پکار دی، ترڅو چې څوك ښه نه وي وږی شوی او خېټه یې پوره نه وي خالي شوې، خوراك دې نه کوي.

له خوړلو وروسته ژر دویم شی خوړل نه دي مناسب، له مرچ او مسالو نه پرهېز پکار دی، خواږه څیزونه خوړل هم د ناروغ لپاره نه دي پکار. ښه تدابیر دا دی چې داسې ناروغان په اوونۍ کې يو ځل روژه ونیسي، ان شاء الله ناروغۍ به یې ښې شي.

د بدهضمۍ درملنه:

د هاضمې لپاره ناروغ ته  Tab.Syp.Eplazymeیا Syp.Zymoplex یاTab.Syp.Becozyme  له ډوډۍ وروسته د ورځې درې ځلې ورکړئ. په همدې توګه ناروغ ته Tab.Festal او Syp.Digiplex وروسته له غذا د ورځې درې ځلې تر یوې اوونۍ پورې او یا د هاضمې د اصلاح تر وخته تجویز کړئ.

پرهېز:

ناروغ دې له تروو څيزونو او مرچ څخه ځان وساتي، ډېر غوړ دې نه استعمالوي او داسې خوراك دې وکړي، چې ژر هضمېدونکی وي.

د بد هضمي تشخیص:

د ناروغ غایطه مواد په لابراتوارکې ټسټ کړئ، چې نه هضمېدونکي غذايي بڅرکي یې معلوم کړي.

 

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button