بکارت څه ته وايي؟

بکارت څه شی دی؟

کله چې يو چا هیڅکله هم جنسي اړیکه نه وي نیولي نو دغه حالت ته بکارت وايي. په نارینه وو کې بکارت ښايي په کټ کې د لومړي ځل جنسي اړيکې پر مهال د هغه د چلند د ځینو نښو څخه څرګند شي. د بېلګې په توګه، هغه چا چې هیڅکله له مخکې جنسي اړیکه نه وي نیولي په لومړي ځل د جنسي اړيکې نیولو پر وخت بې خبره، وارخطا، او رنګ الوتې ښکاري. همدا شان دی ممکن ډېر ژر انزال شي.

خو د ښځې بکارت یا پېغلتوب د نورو نښو تر څنګ ډېری وخت د بکارت د پردې څخه څرګندیدلی شي.

د بکارت پرده په ځانګړي ډول يو جال دی چې د ویجنا په خوله کې وي او د جنین په بشپړېدلو سره رامنځ ته کېږي، خو ځينې نجونې دا پرده نه لري. بکارت پرده مختلف ډولونه لري، يوې ته ارتجاعي وايي، بل ډول يي کړه ييزه ده چې لږ په سختۍ له منځه ځي. ځينې نجونه په طبيعي ډول بکارت پرده نه لري، شونې ده چې د ورځنیو چارو لکه سیکل سپرلۍ، ټوپ وهلو، جمناسټيک او نورو چارو له امله هم د وخت په تېرېدلو سره د نجونو دا پردې وشلېږي.

هیڅ داسې ازموینه نشته چې وښيي يوې نجلۍ په طبيعي ډول د بکارت پرده درلوده که نه.

د بکارت پردې شلېدل ډېر لږ درد او ځينې وخت وینه لري.

ممکن اول ځل نږدې کېدلو سره لږه وينه بهېدل وي، هغه هم د پردې د کش کېدلو او لږ پرې کېدلو له امله راځي.

ځينې نجونه دا وينه لري او ځينې نه. دا وینه ډېره زیاته او چټکه نه وي. يواځې څو څاڅکي وي.

Back to top button
واسع کلینیک