بې حسي څه شی دی؟ لاملونه، نښې او درملنې (Anesthesia)

بې حسي (Anesthesia)

که د بدن په کومه برخه کې بې حسي پيدا شي نو Anesthesia ورته ويل کېږي.

لاملونه:

دا ناروغي د بدن د کومې برخې د اعصابو له خرابوالي څخه رامنځته کږي، اعصاب پرې او يا شلېږي چې د ګرمۍ او زهري مادې د سرايت له کبله نقص پيدا کوي، د ګرمۍ او يخوالي احساس نه شي کولاي او دا ناروغي زياتره د فلج لپاره مقدمه وي. ځينې وخت د ځينو خبيثو ناروغيو لکه جذام او اشتک له کبله عصبي تار معيوب کېږي او د اړوندې عضوې کومه برخه بې حسه کېږي.

نښې:

اغېزمن شوې عضوه په پوره توګه بې حسه وي، په درد،ګرمي او يخ نه پوهېږي.

درملنه:

که د هرې ناروغۍ او هر لامله پيدا شوې وي د هغه لامل درملنه دې وشي. ناروغ ته دې ښه قوي درمل او خواړه ورکړل شي، vitB compound ګولۍ او يا ستنې ناروغ ته استعمال کړئ او په پرله پسې توګه يې ورکړئ، تر هغې پورې چې بې حسي نه وي ختمه شوې د ګرمو تېلو په ذريعه يې مالش کول په کار دي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک