تبه څه شی ده؟ د تبې لاملونه او ډولونه Fever

تبه څه ته وايي؟

تبه د بدن د تودوخې د درجې لوړوالي ته ویل کېږي. چې د ځینو مایکروبونو په مقابل کې د بدن له عکس العمل (غبرګون) څخه منځ ته راځي. په عادي حالاتو کې د بدن د تودوخې درجه ثابته او ۳۷ درجې سانتیګراد یا ۹۸ درجې فارنهایت وي.

د بدن تودوخه د اعصابو په واسطه کنترولیږي، چې دا مرکز ډېر حساس دي، کله چې په وینه کې د تودوخې درجه تغیر پیدا کوي، د اعصابو له لارې د تودوخې د تنظیم مرکز ته خبر رسیږي. د بدن تودوخه د غذايي موادو د سوزېدو او د سلولونو له میتابولیکي فعالیت څخه پيدا کېږي. هر څومره چې یو غړی ډېر کار کوي، په هماغه اندازه تودوخه زیاتېږي.

د تبې لاملونه څه دي؟

‌ تبه د لاندينيو لاملونو له مخې منځته راځي:
الف: عفونت: چې د ټولو مایکروبي، وايروسي او ځینو پرازيتي ناروغیو لامل ګرځي.
ب: د اعصابو او ماغزو ځینې ناروغۍ.
ج: په ګرمه او لنده هوا کې اوسېدل، چې په دې صورت کې خوله نه وچېږي او تبخیر نه کېږي.
ح: د بدن د اوبو کموالی (Dehydration) په تېره په ماشومانو کې چې دا مهال یې بدن د تودوخې مخنیوی نشي کړای.
د: د بافتونو د تخریب له عمل څخه چې کوم مواد جوړېږي، د هغو د جذب له نتیجې څخه هم تبه پیدا کېږي، لکه د زړه د عضلې انفارکتوس.
ر: د ښځو په میاشتني عادت کې د داخلي غدې له څڅېدا څخه چې د میاشتې په وروستیو نیمایي شپو کې پروجسترون (progestrone)  راڅاڅي او تودوخه یوه اندازه لوړېږي.
ز: هغه څوك چې د زړه په احتقاني نیمګړتیاو اخته دي د تودوخې درجه یې لوړه وي ځکه چې په دغو ناروغانو کې پړسوب د تودوخې د مخنیوي په وړاندې خنډ کېږي.
هـ: د جل یا ګرمۍ و هلو له امله هم د تودوخې درجه پورته ځي.

د تبې ډولونه کوم دي؟

 

تبه په څو ډوله ده؟

تبه د خپلو ځانګړنو له مخې په لاندې توګه وېشل کېږي:
۱- ډېره سخته او تنده تبه (Hyperprexia) : (>40ºC, 104ºF) چې تبه د ۴۰ درجې سانتیګراد یا ۱۰۴ فارنهایت څخه پورته وي.
۲- پرله پسې تبه  (Continuous Fever): هغه تبه چې د دوام په ټوله موده کې عادي او طبعي حالت ته راکمه نه شي. لکه سینه بغل، تیفوس (typos) او داسې نور.
۳- څپیزه تبه (Remittent Fever) هغه تبه ده چې نوسان يې ډېر وي لکه نری رنځ، سل Tuberclose او برونکوپنومونې (Pnemonia).
۴- بیا راګرځېدونکې تبه ( (Inter Mitent Feverدا هغه تبه ده چې د وخت له  تېرېدو سره راټیټیږي، او ان له نورمال حالت څخه کمېږي لکه ملاریا.

Editorial Team

Wasiclinic Publisher Team. Share the articles with your friends, and connect with us on social media.
Back to top button
Wasiclinic