تسپود یا التهاب څه ته وايي؟ Inflammation

تسپود يا التهاب (لاتين, inflammare, اور پرې لگول) د يوه زيانمن محرک، ل رنځېږنونه، ټپي او نړېدلې ژونکې يا نورو تخريبي پارېدنو په وړاندې د بدن د واسکولر ووبونو يو پېچلی ژونپوهنيز غبرگون دی. تسپود د ورانېدونکو او ټپي کوونکو محرکو په وړاندې د يوه اورگانيزم ژغورنده هڅه ده چې د دغې پروسې له مخې د وېجاړونکو محرکو د له مېنځه وړلو او د بياجوړېدنې او رغېدنې چارې گړندۍ کېږي. تسپود او انتان دوه بېل بېل مفاهيم دي، که څه هم چې تسپود د يوه انتان د راپېښېدو وروسته رامېنځ ته کېږي. دا چې د انفکشن يا انتان سبب يو مايکرواورگانيزم دی، خو تسپود بيا د همداسې يوه مايکرواورگانيزم د له مېنځه وړلو او د هغو ويجاړيو د رغېدو يوه ځوابي پروسه ده چې يو رنځېږند يې سبب گرځېدلی.

د تسپود نه پرته هېڅکله يو ټپ او يا هم يو انتان نه شي رغېدلی.

آرپوهه

د تسپود اصطلاح له ت = تودوخه يا تبه، س =سوروالی، پ = پړسوب، و =ورانه دنده، د = درد چې د بدن د التهابي حالت په پايله کې د رامنځ ته شوي فزيولوژيکي پروسې علايم دی، جوړ شوی. د التهاب يا تسپود دغه علايم د لرغوني يونان طبيب هېپوکراټس لخوا په لاندې توگه څرگند شوي:

Calor (تودوخه يا تبه)

Rubor (سوروالی)

Tumor (پړسوب)

Functio laesa (ورانه دنده)

Dolor (درد

Back to top button
واسع کلینیک