جراثیم یا عفونت څه شی دی؟ (Infection)

جراثیم یا عفونت (Infection):

که چېرې پر بدن میکروبونه او ویروسونه حمله وکړي او بدن د هغه په مقابل کې د مقاومت توان ونه لري، نو رنځ‌ منځته راځي. دغه ډول رنځونه چې د میکروب یا ویروس د حملې په نتیجه راځي عفوني رنځونه ګڼل کیږي.

له دې رنځونو څخه ځینې د یو میکروب په واسطه منځته راځي، لکه: محرقه (وچکۍ) چې د سلمونیلا پاراتي فیوید د میکروب، سل (نری رنځ) چې د باسل کخ، سرخکان (شری) چې د یو ډول ویروس په ذریعه منځته راځي او یو شمېر رنځونه بېلابېل میکروبونه او ویروسونه له تعدد څخه رامنځته کیږي، لکه: سینه بغل (Pnemonia)، التهاب اپانډس (appindicitis)، او د ځیګر التهاب (Hepatitis) او نور په دې دسته کې ټول هغه رنځونه شامل دي کوم چې د میکروبونو، ویروسونو، قارچونو او انګلونو څځه منځته راځي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک