درد څه شی دی؟د درد لاملونه او ډولونه Pain

درد څه ته وايي؟ what is Pain?

د ټولو نښو له ډلې څخه درد یوه داسې نښه ده چې ناروغ په دې اړ باسي، چې ډاکتر ته ورشي. درد یو موضعي سيمتوم یا نښه ده چې د عصبي ریښو له تحريك څخه رامنځته کېږي. د دغو عصبي ریښو دنده دا ده چې د درد احساس د عصبي مرکز دستګاه ته رسوي.

درد د بدن له ساتندويو وسایلو څخه ګڼل کېږي. ځکه د درد ګواښ يو اعلان دی چې انسان خبروي، چې کوم غړی یې ناجوړ دی.

د بدن باندینۍ سطحه په اسانۍ سره د درد احساس کوي، ځکه چې هر وخت له ګواښ سره مخامخ وي، چې په پټو سترګو انسان کولای شي هغه ځای وپېژني چې له ګواښ سره مخامخ دی.

د داخلي درد د احساس څرنګوالي په دې ډول دی: درد د ناقلو عصبي ریښو له لارې له داخلي غړیو څخه د مغزو تیاره برخې ته رسېږي له دې ځایه د عصبي ریښو له لارې چې له تیاره مغز څخه بېل شوی، د بدن سطحي او له هغه ځایه پوستکي ته رسېږي په دې ترتیب د داخلي ناجوړ غړي درد په پوستکي کې احساسیږي.

په همدې ترتیب په ځینو مواردو کې د داخلي غړیو د درد احساس د پوستکې په هغه ځای کې رامنځته کېږي چې اصلا د رنځور غړي څخه پوره لېرې واټن لري. مثلا هغه درد چې د حجاب حاجز د پردې له التهاب (Pleura) څخه رامنځته کېږي، کېدای شي په ورمېږ یا په خېټه کې حس شي. په همدې توګه هغه درد چې د حالب (Ureter) د التهاب څخه رامنځته کېږي، کېدای شي په بيضي او د ورانه په سوځېدا کې منعکس شي. په ځینو مواردو کې د داخلي غړیو د رنځورتيا په صورت کې له همغه غړي څخه هم درد منعکس کېږي. لکه د کلمو اتساع (Spasm)، د حالب اتساع او زړه ته په پوره اندازه د وینې نه رسېدل.

سپازم Spasm د غړیو یا یوه غړي غیر ارادي انقباض ته ویل کېږي.

د درد ډولونه:

د درد ډولونه د هغه په هغو نښو پورې اړه لري د کومو له کبله چې درد رامنځته کېږي. مثلا هغه درد چې د سوځېدو له کبله رامنځته کېږي یا هغه درد چې د چاقو یا بلې جارحې الى په واسطه پیدا کېږي، یا هغه درد چې د ټوپك يا بلې ناريې الى په واسطه صورت نیسي او داسې نور يو له بل سره توپیر لري او هر یو درد په ځانګړي ډول سره احساسېږي، چې په دې ترتیب سره یو معالج یا ډاکتر د هغه درد په وسیله چې ناروغ يې احساسوي یا يې ښکاره کوي، کولای شي چې رنځ معلوم کړي، چې د دې مرام لپاره باید د درد ځای، د درد انتشار، د درد ډول، د درد د طول وخت او هغه نښې چې د درد د پيدا کېدو سب جوړېږي وپېژندل شي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک