درمل څه ته وايي؟ جوړښت او ډولونه یې

درمل څه شی دی؟

درمل یو کیمیاوي توکی دی، معمولا هر یو په خپل پیژندل شوي فورمول سره رامنځته کېږي،کله چې یو ژوندي موجود ته ورکړل شي ځینې بیولوژیکي بدلونونه پکې رامنځته کوي. درمل د دارو او دوا په نوم هم یادیږي، دناروغۍ د درملنې، د ناروغۍ د مخنیوي، یا تشخیص یا د هوساینې د ودې لپاره کارول کیږي.

درمل کیمیاوي توکي دي چې په بدن کې د پروټینونو سره تعامل کوي ترڅو فزیولوژیکي فعالیت اغیزمن کړي. دا د ټولو درملو تر شا عمومي نظر دی. یوځل چې دا کیمیاوي توکي په سیسټمیک جریان کې جذب شي دوی د ځینو پروټینونو سره تړل کیږي او دا د حجرو فعالیت یو څه بدلوي. د مثال په توګه، د سرطان ضد درمل د سرطان د حجرو په سطحه پروتینونو پورې تړلي دي چې دا حجرې د مړینې لپاره هڅوي. پدې حالت کې د حجرو مړینه د درملو فزیولوژیکي عمل دی.

هیڅ درمل د یو ډول حجرو یا یو ډول پروټین سره متقابل عمل کولو لپاره ځانګړي ندي نو ځکه خو دا هغه څه دي چې د اړخیزو تاثیراتو (جانبي عوارض) لامل کیږي. د بېلګې په ډول د سرطان ضد درملو کارول په نظر کې نیسو، دا درمل د هغو حجرو سره اړیکه نیسي چې په خورا چټکه توګه ویشل کېږي  لکه د سرطان حجرو سره، خو څرنګه چې د ویښتو حجرې هم په چټکۍ سره ویشل کیږي نو له همدې امله دا درمل د ویښتو له حجرو سره هم بانډ جوړوي چې د سرطان ضد درملو یو له اړخیزو اغیزو څخه د ویښتو ضایع کول دي.

په درملو کې کوم توکي دي؟

په درملو کې ځینې کیمیاوي توکي دي چې د بدن په فزیولوژیکي دندو اغېزې کوي،یا په بله وینا دا هغه څه دي چې درمل کار کولو ته هڅوي.په ډېری درملو کې ، د کیمیاوي توکو اندازه  چې د اغیز لامل کیږي خورا لږ وي، ډیری وختونه د 5 مایکرو ګرامو پورې وي  چې دا د یو ګرام 0.005% برخه جوړوي. نو که پام وکړو د درملو دا اندازه بې کچې کوچنۍ ده او د لېږد رالېږد وړ نده،او که له احتیاط څخه کار وا نخیستل شي د دوی د له منځه تلو او بې ځایه لګښت سبب به وګرځي. نو له همدې امله ډېری له هغو درملو چې موږ یې اخلو د ځینو نورو بې اړتیا توکو سره ګډ کېږي تر څو دا لږه اندازه درمل په محفوظه توګه واخیستل شي.

درمل څه ډول خپل کار ترسره کوي؟

زموږ بدن تر ډېره  حده د پروټینونو په واسطه اداره کېږي، پروټینونه په بېلابېلو ډولونو سره زموږ په بدن کې شتون لري او بېلابېلې کړنې ترسره کوي، هر پروټین ځانګړې دنده لري او د دوی کړنې په هماغه حجرې پورې ځانګړي کېږي په کومې چې عمل ترسره کوي. دبېلګې په ډول ځینې پروټینونه شته چې د آخذو په نوم یادېږي، آخذې د پروټینونو په سطحه ځای پر ځای شوې وي، د بېلابېلو حجرو لپاره بېلابېلې آخذې شتون لري، لکه د ځیګر حجره به د زړه د حجرې نه بېله آخذه ولري. دا آخذې د په شاوخوا کې د نورو پروټینونو، او کیمیاوي توکو لکه درمل سره تړل کېږي چې په پایله کې د حجرې په کړنه کې بدلون راولي، لکه یو کولپ چې کلۍ ته اړتیا لري همداسې د حجرو فعالېدل هم نوموړو پروټینونو ته اړتیا لري.
که درملو د یوې حجرې په دنده کې بدلونونه راوستل دې درملو ته Agonist  ویل کېږي او که درملو د یوې حجرې په نارمله دنده کې درېدنه رامنځته کړه د antagonist په نوم یادېږي.

د درملو ډولونه:

درمل بېلابېل ډولونه لري او هر یو یې بېلابېلې اغېزې او د کړنې تګلارې لري لاندې یې څو ډولونونه ذکر کوم
لومړی: opioid چې تاثیر یې د اپیم په ډول دی.
دویم: د ډیپرېشن یا ژور خفګان ضد درمل.
دریم: stimulant یا محرک درمل چې د کارونې موخه یې د بدن د ټون زیاتول او نارمل حالت یې راوستل دي.
څلورم: مورفین چې که وکارول شي احساسات مو له واقعیته لرې کوي او د خیال او تجسم د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
پنځم:بینزوډیازیپین چې په مرکزي عصبي سیسټم باندې اغېزه کوي.
شپږم: Codeine
اووم:اسپرین
اتم: analgesics یا د درد ضد درمل.
نهم: د انتان ضد درمل چې د Antibiotics  په نوم دي
بل ډول درمل د وینې په ناروغیو کې کارول کېږي لکه د علقې ضد درمل، د وینې بهېدنې ضد درمل او نور….

پایله دا چې په سلګونه ډوله درمل شتون لري چې هر یو ځانته جلا جلا د استعمال لارې چارې،د مصرف لارې او بېلې د کارونې اندازې لري.

لیکنه: وړانګه اکبر

Back to top button
wasiclinic