د ادرار معاینه Urine test

د ادرار معاینه څه شی ده؟ Urin examination

ادرار له درې لحاظو تر تجزیې لاندې نیول کیږي:
الف: د فزیکي او ظاهري خواصو له مخې:
په دې برخه کې د ادرار رنگ، شفافیت، PH او ځانګړی وزن تر امتحان لاندې نیول کېږي.

عادي ادرار زېړ رنګ لري. روښانه او شفاف وي، PH یې تیزابي او ځانګړی وزن د هغو مایعاتو تبع وي، چې د ناروغ لخوا څښل شوی وي. که چېرته یو روغ او سالم انسان ډېر مایعات وڅښي نو د ادرار ځانګړی وزن یې ډېر تنزل کوي (له ۱،۰۰۱ څخه تر ۱،۰۰۳ پورې) یانې تقریبا د اوبو د ځانګړي وزن په اندازه وي.

که چېرې تر ۱۲ ساعتو یا تر دې زیات وخت پورې اوبه ونه څښي، نو ځانګړی وزن تر ۱،۰۲۴ پورې یا له دې هم زياتېږي.

ب: له کیمیاوي نظره:
د ادرار کیمیاوي تجزیه اصلا د هغو موادو لټولو لپاره صورت نیسي چې عادتا په ادرار کې موجود نه وې. چې له هغو جملې ډېر مهم یې قند (شکر=Sugar) او البومین (Albumin) دي او په همدې توګه Acetone او صفرا هم په ادرار کې لټول پکار دي.

ج: د میکروسکوپ له نظره:
د ادرار د دې ډول ازمېښتونو لپاره له هرڅه لومړی باید مورد نظر ادرار سنتری فوژ شي، څو ټول رسوبات یې حاصل شي، کوم رسوبات چې لاسته راغلل هغه باید د هغو موادو له نظره چې په عادي حالاتو کې په ادرار کې موجود نه وي لکه د وینې حجرات، کرستالونه او میکروبونه ازمېښت او تجزيه شي.

په دې اساس که چېرته ادرار کدر (غير عادي رنګ) او ځانګړی وزن یې له طبعي حالت څخه کم یا زیات وي يا البومین، صفرا، د وینې سره حجرات او یا د وینې سپین حجرات ولري، نو دا به د دې دلیل وي، چې په ناروغ کې د ګردو، مثانې او یا ځیگر تکلیف دی.

او که چېرته په ادرار کې قند موجود وي، نو ناروغ به په Diabet اخته وي.

د ادرار رنگ د رنځ د تشخيص له لحاظه پوره اهمیت لري.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک