د بادرنګ روغتیا ګټې او ځانګړنې

بادرنګ 🥒

①/. بادرنګ ۹۶% اوبه لري او د تندي په مخنيوي کي مرسته کوي.

②/. د بدن د داخلي او خارجي تودوخي مخنيوی کوي.

③/. د زړه د اشناب يا Heartburn مخنيوی کوي.

④/. که چيري پوست لمر سوځلي وي د درملني لپاره ئي د بادرنګ څخه ګټه واخلی.

⑤/. که چيري پښي ګرموالی کوي بادرنګ ورباندي کښيږدی حتماً به ئي تداوي کيږي.

⑥/. د بادرنګ اوبه د بدن څخه زهري مواد يا Toxins ټولوي او خارجوي.

⑦/. بادرنګ د A, B, C ويټامينونه لري چي د معافيت په تقويه کي رول لري.

⑧/. د پوست د اړتيا وړ منرالونه لکه Magnesium, Potasium, Silicon لري چي د پوست په ښايست کي رول لري.

⑨/. د وزن په کمښت کي رول لري او د وزن په کمولو کي مرسته کوي.

⑩/. که چيري د بادرنګ ټوټي پر سترګو کښيښودل سي نو د ليدلو د حس په تقويه کي مرسته کوي.

⑪/. د ويني فشار ثابت ساتي او منظموي.

⑫/. د خولې خوند سموي او د وريو د ځينو ناروغيو مخنيوی کوي.

⑬/. وريښتان او نوکان پستوي ځکه چي Silicon عنصر په کښي سته.

⑭/. ټول هغه ويټامينونه او منرالونه چي په بادرنګ کي وجود لري د بندونو او عضلاتو د دردونو مخنيوی کوي.

⑮/. په بدن کي د Uric Acid اندازه کموي او پښورګي سالم او هوسا ساتي.

⑯/. په بادرنګ کي د پانکراس د حجراتو تنبه کونکی هورمون وجود لري چي د Insulin په افراز کي مرسته کوي او د شکري د ناروغۍ مخنيوی کوي.

⑰/. په بادرنګ کي د Sterols په نامه ماده وجود لري چي دا ماده د بدن د Cholestrol په کمولو او کنټرول کي مرسته کوي.

دا چي اوس د بادرنګو موسم هم دی نو د صحت لپاره ګټه تري واخلی.

Back to top button
واسع کلینیک