د بدن د سوزیدلو پاته ټپلو طبیبي نسخه

که د چا پر بدن د هر قسم سوزیدلو په سبب ټپلی پاته وې، نه ورکېدلې نو هغه دی دغه نسخه سم په ترتیب عملی کړی. د الله جل جلاله په فضل به یې ټپلی ورکی شی، او د خپل پوستکی رنګ به راوړی

(د نسخې مواد او طریقه)

د دواخانې څخه به مقطر تیارې اوبه راوړئ چی په انګلیسی ورته (Distilled water) ویل کیږی. په هغه اوبو کې دې دومره ملخوځی واچوی چی اوبه سربیره پر پاته وی. تر هغه وخت دی پکښی وی چی دا ملخوځی ښه سم نرمی خشتې شی. وروسته دی هغه سم وټکوی چی مرهم غوندی خشته او نرم مواد ورڅخه جوړ شی. او هغه دی روزانه د یو ساعت لپاره په هغه ټپلو اواروی وروسته دی هغه په ساده اوبو وینځی او د زیتون په تیلو دی یې غوړوی، دغه طریقه دی تر هغه وخت عملی کوی چی په کرار کرار یې ټپلی د پوستکی رنګ پیدا کوی. ان شاء الله.

( نوټ )

که چا د نسخې اوبه نشو پیدا کولای نو هغه کولی شی چی په کور کی اوبه د بخار په دیګ کی واچوی اور تر لاندی کړی او ددیګ د بخار راوتلو په شپیلک کی یو نازک پیپ ورکړی او د پیپ دوهمه خوا په یو لوښی کی واچوی چی ددغه بخار اوبه پکښی جمعه شی. ددغه اوبو څخه دی کار واخلی.

Back to top button
واسع کلینیک