د تریخي ورم؛ لاملونه، نښې، تشخیص او درملنه Cholecystitis

د تریخي ورم :Cholecystitis

تر ځیګر لاندې یوه وړه کڅوړه ده، چې هغې ته تریخی او یا د صفرا کڅوړه Gall Bladder  ویل کېږي. په هغې کې د صفرا مایع جمع کېږي، که چېرته په دې کڅوړه کې د ځینو لاملونه له امله التهاب پیدا شي، نو هغې ته Cholecystitis وایي.

لاملونه:

  • په تریخي کې دوه ډوله پړسوب صورت نیسي حاد (Acute) او مزمن (Chronic) پړسوب.
  • Acute یا حاد پړسوب عموما د صفرا په کڅوړه کې د څه خرابوالي له امله رامنځته کېږي. په ډېرو ناروغانو کې د دې پړسوب لامل د صفراوي كاڼو شتون دی. ځینې وختونه هلته يو زخم او دانه جوړېږي او یا صفراوي نل د کاڼي له امله بندېږي، چې له دې سره د تریخي کچه غټېږي او د هغه په دېوالونو کې التهاب او انفکشن ځای نیسي.
  • د مزمن التهاب سبب پر صفراوي کڅوړه د فشار راتلل دي، چې دېوال یې سوری کېږي او صفرا بهر ته نقل کېږي او د صفرا د کڅوړې یا تریخي چار چاپېره خپرېږي، چې د ChronicCholecystitis سبب جوړېږي.

نښې:

  • د ښي اړخ پښتیو لاندې سخت درد محسوسږي. چی د درد په خېټه او ښئ اوږه کې هم ظاهرېږي.
  • د زړه راجګېدل او کله کله کانگې هم لېدل کیږي،
  • په ناروغ تبه راځي، د تودوخې درجه ۱۰۱ تر ۱۰۲  فارنهایټ ته رسېږي.
  • د ځيګر په برخه کې د لاس په ذریعه تریخی غټ معلومېږي، که ورم زیات وي، نو خېټه هم ورسره غټېږي او کله کله د تریخي له ورم څخه هم ښکاره کېږي.

لابراتواري معاینه Laborutory Test

  • په وینه کې دB.C مقدار زیاتېږي.
  • د Bilirubin او AlkalinPhosphate مقدار هم زیاتوالی کوي او ځینې وخت د SerumAmylase  مقدار هم زیاتېږي.
  • په  Ray of Abdomenکې په تریخي کې کاڼي معلومېږي
  • او د Ultrasound په ذریعه هم د تریخي ټول عوارض معلومېږي.

درملنه:

  • د سخت درد په حالت کې ناروغ تهMorphia یا Inj.Baralgin د عضلې یا ورید له لارې ورکړئ.
  • او یا ناروغ ته Siquil ورکړئ، او یا Inj.Sosegon-30mg هر ۶ ساعته وروسته د عضلې له لارې ورکړئ.
  • اه دې سره سره ناروغ ته د التهاب د معالجې لپاره StreptoPenicillin-1g او یا Inj.Teramycin د عضلې له لارې ورکړئ.
  • په همدې توګه د خولې له لارېAmpiclox د ورځې ۴ ځله ورکړئ خو د دې لپاره نن سبا زیاتره ناروغانو ته Inj.Claforan-500mg یو زرق سهار او بل ماښام د یوې اونۍ لپاره ورکول کېږي، په زړه پورې نتیجه ورکوي.
  • ځینې وخت د ناروغ د حالت تر ښه کېدو وروسته د عملیات په ذریعه تریخی ایستل کېږي.
  • د ناروغ قبضیت رفع او که کانګې لري معالجه یې کړئ.
  • کمزوري یې هم کنترول کړئ. د دې لپاره ناروغ ته NormalSlain-1000ml (نارمل سلاین) د ورید له لارې تطبیق کړئ.
Back to top button
واسع کلینیک