د تریخي کاڼی؛ لاملونه، نښې او درملنه Gall Bladder Stone

د تریخي کاڼی Gall Bladder Stone:

د صفراپه کڅوړه کې عموما کاڼی پیدا کېږي، چې په لس سلنه افرادو کې کاڼی موجود وي. کاڼی په ښځو کې نرانو په پرتله زیات وي. دغه کاڼی اکثره له Cholestrol او یا CalciumBilirubinate څخه جوړېږي.

لاملونه:

  • چاغوالی،
  • د حمل د پېښېدو ورځې
  • په وینه کې د Cholestrolمادې زیاتوالی
  • او د وینې ځینې نورې ناروغۍ د تریخي د کاڼي لاملونه دي

نښې:

  • د تریخي د کاڼي مهمه نښه دا ده، چې د ښي اړخ تر پښتیو لاندې برخه کې سخت درد پېدا کېږي. چې Billary colic ورته ویل کېږي دغه درد څو ورځې دوام کوي او په ورځ کې یو یا دوه ځلې حمله کوي او ترڅو ساعتونو یې شدت دوام لري. درد د ښي اوږې په لور امتداد پیدا کوي. له هغې سره کانګې واقع کېږي.
  • که چېرته کاڼی د صفرا نالۍ ته نقل شوی وي، چې په عام طور داسې واقع کېږي، نو غایطه مواد وچ وي او ادرار د تیلو په څېر وي. چې زېړی هم ورسره وي.
  • کله کله کاڼی د صفرا کڅوړې او یا هم کولمو ته ځي.
  • په ځینو ناروغانو کې د کاڼي د موجودیت کومه نښه نه وي او نه درد موجود وي، خو تر ډېره وخته پورې کاڼی هلته واقع او رنځور ته کوم تکلیف نه رسوي.

تشخیص (پېژندنه) Diagnosis

  • په وینه کې د ‌Bilirubin مقدار زیاتېږي
  • په ادرار کې هم بیلي روبین لیدل کېږي او د ادرار رنگ تیره توربخن او غوړ وي
  • د ځیګر د انزایمونو SGOT او SGPT مقدار زیاتېږي.
  • او په وینه کې د Alkaline Phosphate مقدار هم زیاتوي.
  • په ناروغ کې د وینې Protein زیات او د بدن له کومې برخې څخه په اسانۍ وینه جاري کېږي.
  • د التراساونډ او Cholangio Graphy په ذريعه په اسانۍ سره تشخیص کېږي.

درملنه:

  • د سخت درد په حالت کې ناروغ تهAtropine او یا Inj.Boralgin د عضلې له لارې ورکړئ او د التهاب لپاره Inj.Teramycin-25mg  او یا inj.Penicillin د عضلې له لارې ورکړئ.
  • د کاڼي د ویستنې لپاره ناروغ تهChemicolina یو دانه سهار او دوه دانې د شپې له خوا په پرله پسې توګه بلاناغه تر دوو کالو پوې ورکړئ له دې نه پرته درملنه، عملیات دی، چې تریخی له بدنه وباسي او یا په خېټه کې د وړوکي سوري په ذریعه کاڼی ایستل کېږي.
Back to top button
واسع کلینیک