د جراحي په واسطه او رواني درملنه Surgery and Psychotherapy

د جراحي په واسطه درملنه Surgery

په دې کې د جراحۍ په ذریعه له رنځ سره مبارزه کېږي، چې دا په حقیقت کې يو ډول میخانیکي درملنه ده. په جراحي عملیاتو کې متاثره شوې عضو له خپل موقعیت څخه پرې کیږي یا یې خلاصوي او ترمیم کوي يې او یا یې له بدن څخه اخراجوي.

 رواني درملنه (Psychotherapy)

د درملنې دا طریقه د عواطفو او احساساتو تابع ده. د درملنې د دې طریقې موخه د عاطفي عواملو رفع کول او یا کمول دي، چې په ډېرو مواردو کې ناروغیو ته شدت ورکوي او یا پخپله د عضوي او اورگانیکو رنځونو په بڼه څرګندېږي، لکه اضطراب، هیجان، تردید او نور.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک