د جنسي قوت لپاره خواړه

هغه غذاوې چې د یو وا ده شوي کس د جنسي قوې د قویدو لپاره مهم رول لري په لاندې دول دي:
زنک «zinc» په خپل طبيعت کې هغه خواړه بلل کيږي، چې د بدن خشکي او ذهني ستړياوې ختموي، د ذايقې او شامې
حس قوي کوي.
جنسي قوت زياتوونکې غذا- انځر، کيله او سټابري «ځمکني توت» د سباناري پر مهال خوړل جنسي قوت زياتوي او د بدن لوند والی زياتوي.
د غرمنۍ پر مهال د جرګ د سينې غوښه، او پنير دواړه ډېر زيات زنک لري.
د دې تر څنګ رومي بانجان او الوکاټ ويټامن اي لري، چې د انسان پوستکی نرم ساتي.
د ماخستن ډوډۍ پر مهال د پسه يا خوسي غوښه په مناسبه اندازه تېلو او اکليل خوشبويه بوټي «Rosemary» په پلاوي وريځو کې او د پلاو سره لږه وريته غوښه ور زياته کړئ، نو د جنسي ځواک لپاره ډېر ګټور دي.
له خوړو وروسته خواږه خوړل جنسي ځواک پياوړی کوي.
که خواږه يا چاکليټ له سټابري سره يو ځای، يا د سټاربري په جوس کې يو يو وخوړل شي، نو د جنسي ځواک په پياوړتيا کې ډېر ګټور دي.
سټرابري ويټامن سي لري او معياري چاکليټ داسې يوه کيميايي ماده لري، چې دماغ تقويه کوي او ذهن ورسره د خوښۍ احساس کوي. د دې تر څنګ چاکليټ کې تيوبرومين او کيفين موجود دي او دا دواړه د خوراک پر مهال د لنډې مودې لپاره جنسي ځواک قوي کوي.
 احمد ولي 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک