د حافظې کمزوري، لاملونه او درملنه Amnesia

د حافظې کمزوري څه شی دی؟ Amnesia

دا کومه خاصه ناروغي نه ده، بلکې د ځینو لاملونو له کبله رامنځته کېږي چې په لاندې توګه دي.

لاملونه او اسباب:

  • دماغي کمزوري،
  • د نزلې او زکام زیاتوالی،
  • د ذهني يووالي نشتوالی،
  • ډېر غور او فکر،
  • د تدبیر کمښت او بې رغبتي
  • د حافظې او یادښت کمزوري.

درملنه:

له دوا څخه بهتره دا ده، چې د ذهن یووالي ته پوره توجه وشي. خپل کار او مطالعه په شوق او دلچسپی سره وکړئ او کموالی یې پوره کړئ.

په درملو کې مقوي دماغ او وینه تولیدونکي په کثرت سره استعمال کړئ، لکه Syp.Becozyme یا Syp.Vikonon یا Syp.Zymoplex د ورځې درې کاشوغې وروسته له ډوډۍ څخه وخورئ. Syp.Phosphor ددې لپاره تجربه شوې دوا ده.

پرهېز:

سگرت، چرس، شراب او ټول بد عادتونه پرېږدئ او له جماع څخه دې حتی الامکان لرې والى غوره شي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک