د خوب او آرامتیا درمل | پېژندنه، اغېزې او ډولونه

د خوب او آرامتیا درمل

د آرامتیا درمل (TRANQUILIZERS / SEDATIVES) دغه درمل پر مرکزي عصبي سېستم (CNS) باندې اغېزه کوي او د هغه د آرامتیا او خوبجن کېدو روحي فشار د کموالي، د  اضطراب او  د خراب خوب د مخنیوي، د خوښۍ، د آرام ساه د اخیستلو، د غړو د سستوالي او نرم عکس العمل سبب ګرځي. لوړ دوز یې د بې حسۍ او حتی مرگ سبب کیدای شي.

د آرامتیا راوړونکو درملو اغیزې:

1-د اضطراب (ANXIOLYTIC)ضد دي.

2-خوب راوړونکي(HYPNOTIC)دي.

3-د سپاسم (شخوالي)(ANTISPASMODIC)ضد دي.

4-د تشنج (ANTICONVULSANT)ضد دي.

5-هیره راوړونکي (AMNESIC)دي.

د آرامتیا راوړونکو درملو ډلبندي:

1- بنزودیازپینونه (BENZODIAZEPINES):

آراموونکي ، خوب راوړونکي، د اضطراب ضد، د تشنج ضد هیره راوړونکي او د غړو سستوونکي دي.

نوموړي درمل په لاندې ډول دي:

Diazepam دیازپام                                            

Oxazepam  اکسازپام

Lorazepam  لورازپام

Chlordiazepoxide  کلردیازپوکساید

Alprazolam آلپرازولام

Bromazepam برومازپام

Clobazam  کلوبازام

Clonazepam کلونازپام

Clorazepate کلرازپام

Estazolam  استازولام

Flunitrazepam فلونیترازپام

Flurazepam  فلورازپام

Halazepam  هالازپام

Ketazolam کتازولام

Loprazolam لوپرازولام

Lormetazepam لورمتازپام

Medazepam مدازپام

Midazolam میدازولام

Nitrazepam نیترازپام

Nordazepam  نوردازپام

Prazepam  پرازپام

Quazepam  کوآزپام

Temazepam تمازپام

Tetrazepam  تترازپام

Triazolam  تریازولام

2- باربیتوراتونه (BARBITURATES):

آراموونکي، خوب راوړونکي، د تشنج ضد او  بې هوښه کووني  دي. باربیتوراتونه له بنزودیازپینونو څخه قوي درمل دي چې اوس اوس د تشنج د مخنیوي او د ناروغ د بې هوښه ساتلو لپاره کارول کېږي.

نوموړي درمل دادي:

Sodium Amytal (Amobarbital) آموباربیتال

Aprobarbital  آپروباربیتال

Butabarbital بوتاباربیتال

Butalbital  بوتالبیتال

Hexobarbital  هگزوباربیتال

Methylphenobarbital متیل فنو باربیتال

Pentobarbital پنتوباربیتال

Phenobarbital  فنوباربیتال

Secobarbital  سکوباربیتال

Sodium thiopental سدیم تیوپنتال

Talbutal  تالبوتال

Thiobarbital تیوباربیتال

3- د ژور خفګان (ANTIDEPRESSANT) ضد درمل:

دغه درمل د خفګان،اضطراب او وېرې د مخنیوي لپاره کارول کېږي او ځینې یې بیا (درې کړه ییز ) د دوامداره دردونو  لپاره تجویزکېږي.

Back to top button
واسع کلینیک