د خولې بدبویي څه شی دی؟ لاملونه او درملنه Bad Breathing
د خولې بدبویي څه شی دی؟ Bad Breathing:
د ځینو کسانو څخه له خولو د تنفس د وېستلو پر مهال بد بوی خېژي، چې د خولې بدبویي یې بولي.
د خولې بدبویي لاملونه:
له خولې څخه د بد بوی راتلو مهم لاملونه د ګېډې خرابی، قبض، بدهضمي، د درنو او غوړ لرونکیو خوړو استعمال او د غوښې له زیات خوراك څخه هم دا شکایت پیدا کېږي. د غاښونو خرابوالی، Pyorhea (د وریو خرابوالی)، په پوزه یاستوني کې خرابوالی او اتشک هم د خولې د بدبوي لامل کېږي.
د خولې د بدبویي درملنه:
- که په غاښونو او وریو کې خرابی وي، هغه دې معالجه شي.
- د هاضمې خيال ساتئ.
- قبض واقع کېدو ته مه پرېږدئ.
- نرم خواړه کاروئ،
- ستونی او پوزه معاینه کړئ، که څه خرابی پکې ووینئ، هغه معالجه کړئ.
- بوی لرونکي څیزونه لکه پیاز ، اوږه او داسې نور مه کاروئ.
- پنځه وخته مسواك وهئ او د غاښ پاکولو کریم وکاروئ،
- Sol-HydrogenPeroxide په اوبو کې حل کړئ هغه غرغړه او د مالچو په ذریعه غاښونه پرې پاك کوS،
- ۴ دانې تتراسیکلین کیپسول وخورئ. (هره ورځ د یوې اونۍ پورې)