د خېټې درد؛ لاملونه او درملنه Abdominal Pain

د خېټې درد څه شی دی؟ Abdominal Pain

د خېټې درد تر خپل نوم لاندې ډېره لویه مانا لري. خېټه کې دننه درد د بېلابېلو لاملونو له امله واقع کېږي. دا چې په خېټه کې دننه بېلابېل اعضاء موقعيت لري باید د هرې عضو موقعیت وپېژنو، څو په اسانۍ سره د خېټې د درد تشخیص او درملنه یې په صحیح توګه وشي، ځکه د خېټې د درد غوره څيز د هغه تشخیص دی.

د خېټې درد له درملنې څخه مخکې د ناروغ خېټه معاینه کړئ او زور پرې وکړئ، چې په کوم ځای کې درد دی. په لاندې توګه د خېټې مهمې برخې نښانې شوي دي.

۱- ښي هایپوکاندریا
۲- ایپی گاستریم
۳-  چپه هایپوکاندريا
۴-  ښي لمبر رجیون
۵- امبلايكل
۶- چپ لمبر
۷-  ښي انګونیل
۸-  لاندینی پوبيك
۹- چپ انګونيل

 

۱- ښي هایپوکاناندریا :Right Hypochondrium

د خېټې دا برخه، چې د ښي اړخ پښتیو لاندې واقع ده، هایپوکاندریم ورته ویل کېږي. کله چې په دې برخه کې درد پېدا کېږي، هغه به عموما د جګر له زخم، د جګر ورم آمیبایي پیچش، د صفرا د کڅوړې ورم، صفراوي تېږې، د حجاب حاجز او کله کله د معدې د زخم له کبله وي، ځکه چې نوموړي اعضاء په همدې برخه کې موقعيت لري.

۲- :Epigastrium

دا برخه د خېټې په پورتنۍ برخه کې د سترنیوم تر هډوکي لاندې موقعيت لري، که په دې برخه کې درد وي نو هغه به عموما د معدې د زخم، تیزابیت، د معدې ورم، د ځینو چنجیو، د صفرا له التهاب او په معده کې د هوا د راټولېدو له کبله وي.

۳-:Left Hypochondrium

دا برخه د چپو پښتیو لاندې واقع ده، که چېرته په دې برخه کې درد وي، نو هغه به د توري د التهاب، مزمنې ملاریا، د معدې د زخم، پلیوریسي او د توري د پړسوب له کبله وي.

۴-  Right Limber Region:

دا برخه د خېټې د ښي اړخ په منځنۍ برخه کې د ملا تیر ته نسبتا نژدې موقعيت لري. د دې برخې درد د پښتورگو، تریخي او کولمو په پړسوب دلالت کوي.

۵- Umbilical Cord:

دا برخه له نامه څخه لاندې د خېټې په منځ کې واقع ده، چې د دې برخی درد د معدې په زخم، تیزابیت، قولنج، د خېټې په چنجي او پرمختللي بچش پورې اړه لري.

۶- Left Lumber:

د خېټې چپ اړخ کې واقع دی. کله چې په دې برخه کې درد واقع شي، نو هغه به د کيڼ پښتورګي د تکلیف له کبله او یا به د قولنج، د کولمو د تخريش او التهاب له امله وي.

۷- Right Inguinal:

دا برخه د خېټې ښي اړخ په لاندې برخه کې له سپوخت (مثانه) څخه لږ جګ موقعيت لري. د دې برخې درد لهAppendicitis ، د کولمو سیل، د کولمو د سرطان، مزمن پیچش، آمیبي پیچش او د ښي اړخ د ګردې دنلد د كاڼي (ureter stone) له کبله وي.

۸- Super Pubic:

دا برخه له سپوخت (مثانه) څخه لږه پورته او له نامه څخه لاندې موقعيت لري. د دې برخې درد عموما د مثانې له څه خرابوالي او په ښځینه وو کې د رحم د دننیزې (داخلي) برخې د خرابی له امله رامنځته كېږي.

۹- Left inguinal:

په دې برخه کې درد د چپې ګردې په نل کې د کاڼي موجودیت، د نل التهاب، د غټې کولمې درد ، قولنج، قبض، د کلمو بندښت او د ښځو د رحم (زیلانځ) په داخلي برخه کې خرابوالی را‌ په ګوته کوي.

سربېره پردې د ټولې خېټې درد د حجاب حاجز د پردې التهاب، د ګېډې چنجي، آمیبي پیچش، د کولمو سل او په خېټه کې مهلکه غوټه د عمومي خېټې د درد سبب کېږي (د پورتنیو ټولو ناروغیو بحث به بېل بېل وشي). دلته به یوازې د خېټې د درد عمومي درملنه یاده کړو.

د خېټې درد درملنه

دا چې د خېټې د درد ناروغان عمومأ بد حاله او په عذاب کې وي، نو د یونیک او ښه ډاکټر دنده دا ده، چې پخپل وس د ناروغ درد او تکلیف راکم کړي. د ناروغ د درد لامل، تشخیص او وروسته یې په اساسي درملنه پیل وکړي.

د خېټې د درد لپاره په بازار کې ډول ډول ګولۍ او امپولونه موجود دي، مثلا:
Tab.Inj.Avafortan یا Tab.Inj.Buscopan یا Tab.Inj.Hyocin یا Tab.Inj.Sistalgin یا Tab.Inj.Baralgin یا Tab.Inj.Spasmolar.

د تجربې له مخې باید ووایم، که چېرته د ناروغ په ګېډه کې معمولي درد وي، له پورتنیو ستنو څخه صرف يو ډول ورته په عضله کې تطبيق کړئ او که درد ډېر سخت وي، نو د ورید له لارې یې ورو ورو ورته ولګوئ. ان شاء الله ډېر ژر به درد آرام کړي او له پورتنیو گولیو څخه ورته یو ډول توصيه کړئ. باید د ورځې درې یا څلور ځلې يې استعمال کړي.

ځینې وخت له درد سره کانګې هم موجودې وي. د دې لپاره Inj.siquil-1ml ښه کار کوي. خوناروغ ته ژور خوب ور ولي، د ناروغ خپلوان به پرېشانه کړي. نو ځکه یې د سختې اړتیا پر وخت تطبيقول پکار دي. که چېرته ناروغ ورخطا او بې طاقته وي په ګلوز کې ورته Inj.Hyocin-5ml یو ځای تطبیق کړئ، دا ډېره ښه طریقه ده. له دې سره سره د ناروغ درد، اصلي لامل پيدا کړئ، هغه رفع او معالجه کړئ.

عامې ناروغۍ او درملنې 

واسع

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک