د خېټې نفخ (باد)؛ لاملونه، نښې او درملنه Flatulence

د خېټې نفخ (باد) Flatulence:

په ګېډه کې د خوړو د ناهضمي له کبله په خېټه کې باد جمع کېږي او خېټه پړسېږي، چې دې ته د خېتې نفخ یا باد ویل کېږي.

د نس باد لاملونه:

په معده کې التهاب، زخم او یا څه غوټه پېدا کېدل، د تریخي التهاب، په خوړلو او څښلو کې زیاتوالی، ځینې وخت د غم او غوسې له کبله هم په معده کې خواړه نه هضمېږي او باد ترې پېدا کېږي.

نښې:

  • خېټه پړسېږي
  • په زړه باندې بوج محسوسېږي
  • د زړه درزا زیاتېږي له ارګو سره باد خارجېږي.

د ګېډې باد حفاظتي تدابیر:

  • باید له سګرټ، نسوارو او پان څخه پرهېز وشي.
  • چای، شیدې، کوکاکولا، شربت، شړومبې دې لږې استعمال شي.
  • خواړه دې کم وخوړل شي، ځان دې ډېر نه مړوي لږ دې وږی وساتی
  • خوړو خوړلو سملاسي او یا په منځ کې اوبه مه څښئ، نیم یا یو ساعت وروسته اوبه وڅښئ.
  • خواړه په ورو ورو ، ښه یې وژوئ او بیا یې تېر کړئ، له ژر ژر خوړلو سره یو اړخ خواړه سم نه هضمېږي او له بل پلوه معدې ته هوا ننوځي.
  • هره ورځ په پابندۍ سره کار او یا ورزش وکړئ.
  • له ارګو سره خوله ډېره مه وازوئ، څومره هوا چې راوځي له هغې زیاته بېرته ننوځي.
  • هغه خواړه چې معده کې باد پیدا کوي لکه دال، متر، رومي بانجان، پیاز، ګلپي او داسې نور مه کاروئ
  • له غرمنۍ ډوډۍ وروسته یو څه خوب کول پکار دي او د ماښام تر ډوډۍ وروسته یو څه ګرځېدل لازم دي.

د ګېډې باد درملنه:

د دې ډول ناروغانو لپاره هضموونکې (Enzymic) دواګانې ګټه نه کوي، باید مسکن او د اعصابو مسکن (Tranquilizer) دواګانې ورکړل شي، مثلا: تر خوړو وروسته Tab.Librium  د ورځې درې ځلې یا Tab.Librox درې ځلې، د پیچش لپاره Tab.Metroniddiazole یا Tab.Flagyl . که له باد سره سوزش هم محسوسېږي، نو د تېزابیت ضد درمل لکه Tab.Trisil یا Tab.Syp.Semico یا Syp.Mucaine د ورځې درې ځلې وروسته له خوړو او یا د اړتیا په وخت یوه ګولۍ یا دوه کاشوغې شربت ناروغ ته ورکړئ.

Editorial Team

Wasiclinic Publisher Team. Share the articles with your friends, and connect with us on social media.
Back to top button
Wasiclinic