د روغتيا په اړه زده كړه ولې مهمه ده؟

روغتيا د ښه ژوند كولو له پاره ډيره ضروري برخه ده چې يو څوك بايد په روزمره ژوند كې ورته پام وكړي . نو ځكه د خپلې روغتيا د ساتلو له پاره چې روغ پاته شو ، كار كول د انسان په لومړيتوبونو كې راځي . ځكه خو نو صحي زده كړې لازمي دي . حد اقل په كور كې بايد يو كس د داسې زده كړو سره ډير بلد وي او نورو ته مشورې ور كړلى شي او تكليفونه يې پر وخت درك كړلى شي.

په صحي زده كړو كې هغه مالومات شامل دي چې پر خلكو داسې تاثير وكړي چې د هغوى نظرونه ور بدل كړي او د خپلې روغتيا په خاطر مثبت عمل وكړي .

د دې روغتيايي زده كړو لومړى مقصد دا دى چې خلك اوږد ژوند وكړي ، خوشاله ژوند وكړي ، د يوه هدف او همت سره ژوند وكړي .

روغتيايي زده كړې له دې له پاره كيږي چې يو مرفع ژوند ته لار پرانيزي يعنې يوازې روغتيايي زده كړې د دې له پاره بايد نه وي چې روغتيايي حقيقتونه تدريس شي بلكې دغه حقيقتونه بايد د دې زده كړو سره د ژوند په ټولو برخو كې تطبيق شي .

Back to top button
واسع کلینیک