د سر درد لاملونه څه دي؟

د سر درد چې د ډېرو لاملونو څخه رامنځ ته کیږي، یو څو لاملونه یې دلته درته په دغه لیکنه کې څرګنديږي.

لومړی خو سر درد دا خپله ناروغي نه ده بلکې د یوې وجې له کبله رامنځ ته شي.

۱ . کله چې معده خالي شي یعنې لوږه غلبه وکړي، نو په سر باندې درد راشي.

۲ . دا چې په ننني عصر کې د کمپيوټر، موبائيل، تلوېزون استعمال او کارونه زیات شوې او ډېرو وخت يې استعمالوي که چېرې دغو څېزونو ته زیات وخت وکتل شي نو د انسان په دماغو بوج راشي او سربېره پردې چې سر ورسره درد کوي ، سترګې هم ورسره کمزورې کیږي او د سترګو درد هم .  نو چې کله کپيوټر، موبائيل، تلوېزون  ته کښېنئ له اړخ نه یې مه ګورئ باید ۱۰۰ ٪ فیصده مخامخ ورته وکتل شي.

۳ . د زیات خوب له وجې هم سر درد کوي، هر انسان چې عمر یې له ۱۸ کالونو پورته وي باید ۶ یا ۷ ساعته خوب وکړي.

۴ .  د کم خوب یعنې بې خوبي له وجې هم په سر درد راځي. که د دې له وجې مو په سر درد وه نو لږ ارام یا ستراحت وکړئ.

۵ . د خفګان له وجې هم په سر درد راتلی شي.  مثلاً : یو څوک داسې خبره واوري چې د زغم نه وي . د سر درد لامل یې ګرځي.

۶ .  د وينې لوړ فشار او د وينې ټيټ فشار له دواړو وجو سره  په سر درد کیږي.

۷ . د زیاتې ژړا او د ډېرې خندا له امله هم په سر درد راځي.

۸ . د ډېرو خبرو کولو له کبله هم په سر باندې درد غلبه کوي.

٩.  والګی : یعنې د زکام له وجې هم په سر درد راځي.

١٠ . د زیاتې مطالعې او زیات وخت خط لیکلو سره هم د سر درد لامل کيږي.

١١ . د زیاتې رڼا له وړانګو سره هم د سر درد لامل کېږي.

١٢ . د زیاتې ستړيا او ستومانۍ له وجې هم په سر درد راځي.

١٣ . د زړه تنګي له وجې هم د سر درد لامل کيږي.

یادونه : کله مو چې په سر درد زيات وه دومدار وه نو يوځل د معدي داکټر ته ورشه خپل سري دوا مه خوره

Back to top button
واسع کلینیک