د سر درد ناروغي څه شی دی؟ سر درد ډولونه او درملنه (Headache)

د سر درد ناروغي او درملنه Headache

سردردي پخپله کوم رنځ نه دی. بلکې د بېلابېلو رنځونو له امله رامنځته کېږي. چې په دوه ډوله وېشل کیږي:

د سر درد دوه ډوله دی :
۱- عارضي سر درد
۲- مستقل سر درد

١-  دعارضي سردرد مهمه وجه قبضیت (Constipation) دی. سربېره پر دې د هاضمې خرابوالی، تبه، نزله، زکام، د دماغ کمزوري، ډېر سره او سخته ګرمي د دې سردرد وجې ګڼل کېږي.

۲ – د مستقل سردرد سببونه د نظر خرابوالی، د ګردې التهاب ، د ښځینه وو د میاشتني عادت خرابوالی، نقرص، د پوزې داخلي ورم او د ملاریا دتاثیر څخه عبارت دی.

درملنه: Treatment  

باید د ناروغ پوره حالات معلوم او له کومې وجې چې سردرد پیدا شوی وي، هغه علت له منځه یوړل شي او معالجه کړای شي.
دعارضي سردرد لپاره د ورځې درې ځله Tab. Paracetamol  یا Tab. Omnidal یا Tab. Analgin یا Tab. Meprogesis يا Tab. Opthalidon په عضله کې یو زرق Inj.Neurobion یا په عضله یا ورید کېInj. Baralgin2cc=Nosagin2cc .

د مستقل سردر لپاره باید د سترګو معاینه وشي. ځینې وخت د حساسیت له امله هم سردرد پېښېږي په دې صورت کې د حساسیت ضد درملونه ناروغ ته توصیه کړئ لکه Tab.Atarox یا Tab.Piriton یا Tab.Avil د ورځې له دریو څخه تر څلورو ځلو پورې یوه دانه گولۍ.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک