د سر ګرځېدل؛ نښې او درملنه (Virtigo)

د سر ګرځېدل یا چکر (Virtigo):

دا د اوسني عصر د زياتو مصروفياتو څخه پيدا کيدونکی رنځ دی. چې د ډېر فکر، پريشاني، عامې کمزورۍ، کم خوني، بد هضمي، د چرسو او شرابو استعمال، دماغي صدمې، د ښځو حيض زياتوالی، ليکوريا (Leukoria)، د وينې د فشار لوړوالی، د نظر خرابی او داسې نورو لاملونو له کبله پېښېږي.

 

د سر چکر نښې:

د ناروغ سر ګرځي، په سترګو يې تياره راځي، کانګي او د زړه راجګيدل پيدا کېږي، په غوږونو کې شور او کړنګ او کړونګ پيدا کېږي او د سترګو مخامخ هر اړخ ته سپرغۍ ليدل کيږ،د  ناروغ څېره سسته او مړاوې معلومېږي.

د سر ګرځېدا درملنه:

دده اصلي سبب يې لرې کول پکار دي. که چېرته عامه کمزوري موجوده وي نو ناروغ ته د اوسپنې مرکبات لکه Tab.FerusSalphat د ورځې درې ګولۍ د يوې مياشتې لپاره يا Cap.Ferolic  د ورځې يو کپسول او يا Cap.Fefal د ورځې يوه دانه د يوې مياشتې لپاره ورکړئ.

که په معده کې دروندوالی او يا بد هضمي موجوده وي نو ناروغ ته شربت يا کپسول Syp.Cap.Eplazyme  ورکول پکار دي. په همدې توګه Syp.Zymoplex د ورځې درې کاچوغې او Syp.Dimico د ورځې درې ځله ورکول په کار دي.

که ناروغي د دماغي صدمې او التهاب له کبله وي نو ناروغ ته Inj.Decadron په عضله کې زرق کړئ او له دې سره Inj.Vit B-Compound هم توصيه کړئ. د سترګو نظر معاينه کول پکار دي، که چېرته په نظر کې کمزوري وي نو ناروغ ته د عينکو استعمالول ضروري دي.

د سر ګرځيدلو لپاره اساسي درملونه Tab.Inj.Dramamin يا Inj.Tab.Gravinate يا Inj.TabMarazin  ورکړئ. البته له دې درملونو څخه يوازې يو درمل ورکړئ ډير ښه اثر کوي.

که د وينې د لوړ فشار شکايت موجود وي نو هم پورتني درملونه ورته ګټه کوي او د   Tab.Stemetil-5mg  استعمال ډيره ګټه کوي، د ورځې بايد درې ځله استعمال شي او Inj.Largactil-50mg  هم مفيد ثابتيږي.

او که چېرته د سفر پر وخت په موټر کې له سپريدو وروسته د سر چکر او کانګي پيدا کېږي، نو د سفر څخه نيم ساعت مخکې Tab.Marazin-50mg او يا Tab.Avamin استعمال کړئ، له پورتنيو ګولیو څخه یوازې يو ډول، هر څلور ساعته وروسته يوه يوه دانه خوړل پکار دي. ان شاالله د سر چکر او کانګي به نه راځي.

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک