د شخصيت ارواپوهنه

د شخصيت ارواپوهنه (Personality Psychology)

 

شخصيت څه شی دی؟

شخصيت يو متداول لغت دی، خو د شخصيت متدوال والی بايد د دې لامل نه شي چې له ژورو او اهميت نه يې غافل شو. ارواپوهان په دې آند دي چې د انسانانو د درک له پاره د شخصيت مطالعه ډېره مهمه ده او له بله لوري، عمده ټولنيزې ستونزې په خپله انسانان را منځ ته کوي، ځکه نو د انسان د طبيعت (خټه او ماهيت) د درک او د ټولنو د ستونزو له منځه وړلو له پاره د شخصيت کامله او جامع مطالعه حياتي ارزښت لري. له همدې امله ده چې “شخصيت” او مطالعه يې په ټوله نړۍ کې د ارواپوهنې يوه ځانګړې او کامله څانګه بلل کېږي.

شخصيت څه شی دی؟ څنګه را منځ ته کېږي؟ څه شی يې بدلوي او انسانان ولې بېلابېل شخصيتونه لري؟ دا هغه مهمې پوښتنې دي چې بايد مطرح شي، خو دې پوښتنو ته له ځواب موندلو مخکې بايد دا يادونه وکړو چې د (Personality) مفهوم د غربي لغتنامې برخه ده چې خپل ځانګړي مسايل لري. لومړی کس چې ارواپوهنې ته يې د (Personality) اصطلاح وارده کړه؛ ګورډن آلپورټ (Gordon Allport) و. هغه د هارورډ پوهنتون ښوونکی و چې په ۱۹۳۰ ميلادي کال کې يې نوموړې اصطلاح د ارواپوهنې د يوې مهمې موضوع په توګه مطرح کړه.

د ارواپوهنې هر مکتب، له هغې ډلې هغه مکاتب چې نن سبا تر نورو ډېر مطرح دي، د انسان د رفتار په اړه يو له بله مختلف نظر وړاندې کوي. په ارواپوهنه کې داسې مختلفي نظريې هم شته چې ځينې مهال له يو بل سره يو سل او اتيا درجې توپير لري، د شخصيت په اړه مطرح شوې نظريې له همدې ډلې دي. دا توپيرونه ښيي چې د نظر خاوندان د شخصيت د مفهوم او يا تيورۍ په اړه هېڅ ډول اتفاق نه لري يا دا چې اتفاق يې ډېر کم دی. د پوهې، د پوهانو د تجربو په زياتېدو او نويو علمي لاس ته راوړنو په برکت، د ارواپوهنې مکاتبو ته همېشه ځینې شيان ور زياتېږي او نوموړي مکاتب همېشه د بدلون په حالت کې وي، خو تر اوسه هېڅ داسې نظريه نه شته چې په کافي اندازه جامع او کامله وي تر څو په شخصيت پورې اړوند ټول هغه حقايق توضيح کړای شي چې غربي ارواپوهانو ته د منلو وړ وي. کېدای شي موجوده وضعيت يو بحراني او انقلابي وضعيت وبولو. موږ په دې باور يو چې که د انسان د طبيعت سهي تصوير وجود ونه لري، د شخصيت د توضيح په موخه هر ډول هڅه به ناقصه، غير دقيقه او ښايي ګمراه کوونکې وي. يوه نظريه هغه مهال ښه بللی شو چې فرضيې او بنسټيزې ادعاوې يې ښې وي.

شخصيت (Personality) څنګه تعريفوو؟

شخصيت د فرد د ښکاره او پټو کړنو څخه عبارت دی. ښکاره کړنې په عيني طريقو سره مطالعه کولای شو، خو پټې کړنې، لکه افکار او احساسات د فرد په ذات کې وي، ځکه نو په عيني طريقو مطالعه کېدای نه شي. ډېر مهال، د افرادو غرايز او دنننۍ نړۍ (لا شعور) په خپله هغوی ته هم د درک او پوهېدو وړ نه وي او دا واقعيت د دې لامل کېږي چې پوهانو ته د دې ډول پديدو د معرفي او مطالعه کولو کار لا نور سخت او پېچلی شي. د شخصيت په اړه د بحث پر مهال، معمولا د افرادو فردي توپيرونو او ارواپوهنيزو ترکيبونو ته اشاره کوو، یعنې غواړو چې پوه شو چې افراد له کومو ارواپوهنيزو عناصرو جوړېږي، څنګه عمل کوي او څه شی پر هغوی اغېز غورځوي؟ که څه هم دا ډول پوښتنې ساده ښکاري، خو ډېری مهال په داسې بې پايلې فلسفي بحثونو پای ته رسېږي چې هېڅ ځواب ورته نه لري، مګر دا چې دا پوښتنې له علوي (معنوي) ليدلوري وارزوو، يعنې له همغه ليدلوري سره سم چې قران وړاندې کړی.

شرقي او غربي مذاهب هر يو د شخصيت په اړه خپل خپل معنوي ليدلوري لري، که څه هم موږ بايد په دې اړه اسلامي لیدلوري ته لومړيتوب ورکړو، خو د نورو مذاهبو ليدلوري هم له پامه نه شو غورځولای. هدف دا دی چې اسلامي لیدلوری د شخصيت د تعريف او توضيح پر مهال د هغې خورا مهم ميتافيزيکي اړخ له پامه نه شي غورځوي، په داسې حال کې چې ځينې شرقي او ډېری غربي مذاهب د شخصيت د تعريف پر مهال ميتافيزيکي اړخ ته پام نه کوي او له سوچه مادي ليدلوري ورته ګوري.

د شخصيت بېلابېل تعريفونه شوي چې هر يو يې د شخصيت پر یوه اړخ تاکيد کوي. وتلی ارواپوه هيلګارډ، شخصيت داسې تعريفوي: “شخصيت د رفتار (کړنې) بېلګو او د تفکر طريقو ته وايي چې له محيط سره د فرد د جوړښت څرنګوالی ټاکي.”

ځينې نور بیا د فرد “ثابتې او پايدارې” ځانګړنې شخصيت بولي او داسې يې تعريفوي: “د هغو ځانګړنو مجموعه چې د ثبات او پایدارۍ په درلودو سره مشخص شوي او د فرد د رفتار د وړاندوینې لامل کېږي.”

ځينو نورو داسې تعريف کړی: “شخصيت له هغو ځانګړيو فکري، احساسي او رفتاري بېلګو څخه تشکيل شوی چې يو فرد له بل څخه بېلوي. شخصيت داخلي سرچينه لري او د ټول ژوند پر مهال، تقريبا ثابت او پایدار پاتې کېږي.”

د شخصيت تعريفونو ته اجمالي نظر ښيي چې د شخصيت ټولې معناوې په يوې ځانګړې نظريې کې نه شو موندلای. د بېلګې په توګه، کارل راجرز (Carl Rogers) به شخصيت يو دايمي ترتيب شوی “ځان، خود” باله چې د ټولو وجودي تجربو محور و. ګوردن آلپورت (Gordon Allport) شخصيت د ټولو هغو داخلي عواملو مجموعه بولي چې ټولو فردي فعاليتونو ته لوری ورکوي. واټسن (Watson) به شخصيت د ترتيب شويو عاداتو مجموعه بلله او زيګمونډ فرويډ (Sigmund Freud) په دې آند و چې شخصيت له اساس (ID)، ځان (Ego) او تر ځان هاخوا (Super Ego) څخه جوړ شوی دی.

له دې ټولو تعريفونو سره سره، په نننۍ مدرنه ارواپوهنه کې د شخصيت هېڅ داسې تعريف نه شته چې ټول پوهان يې په اړه يوه خوله وي. هر ارواپوه د خپل ځانګړي فکري ليدلوري او د شخصيت د ځینو خواوو د ارزونې له مخې، شخصيت په مختلفو ډولونو تعريفوي. د شخصيت په تعريف کې شته ستونزه له دې حقيقته سرچينه اخلي چې موږ له ډېرو مسايلو سره مخ یو، ځکه شخصيت مختلفې خواوې او ډېر زيات عوامل لري، خو له دې سره سره ويلی شو چې د شخصيت ډېری مفکرين هڅه کوي تر څو لږ تر لږه دې درېيو پوښتنو ته ځواب ومومي: انسانان په څه شي کې مشترک دي؟ ځينې انسانان په څه شي کې مشترک دي؟ او څه شی انسانان يو له بله بېلوي؟ دا پوښتنې معمولا په فرد پورې منحصروالي (اصالت)، د انسانانو تر منځ په توپير او د انسان د طبيعت په مسئلې پورې اړوند دي.

د (Personality) اصطلاح د هغې له لاتيني ريښې (Persona) څخه اخيستل شوې چې د “ماسک” په معنا ده. او هغه ماسک او نقاب ته اشاره کوي چې د یونان او لرغونی روم لوبغاړو به خپلو مخونو ته اچول او دا تعبير په ضمني توګه دې موضوع ته اشاره کوي چې: “د هر فرد شخصيت يو ماسک دی چې هغه يې خپل مخ ته اچوي تر څو له نورو څخه پرې د ده توپير وشي.”

شخصيت پر ټولو هغو خصلتونو او ځانګړتياوو اطلاق کېږي چې د يوه فرد د رفتار (کړنې) پېژندنه پرې کېږي. فکر، احساسات، د ځان په اړه د فرد درک، ليدلوري، طرز فکر او ډېر عادتونه له دې ډلې خصلتونه شمېرل کېږي. د شخصيتي ځانګړنې اصطلاح، د فرد د ټول شخصيت يوه ځانګړي اړخ ته وايي. د دې تعريف له مخې، (Personality) د فرد خارجي (باندنيو) ځانګړتياوو ته وايي، خو ټول په دې پوهېږو او دا منو چې شخصيت د افرادو له ظاهري رفتار پرته ډېر نور څه هم دي. په عمومي توګه، شخصيت هغو ځانګړنو ته وايي چې دايمي دي او په يوه خاص انسان پورې اړه لري. په همدې توګه د شخصيت اصطلاح د انسان هغو ځانګړنو ته هم اشاره کوي چې په سترګو نه لیدل کېږي. دا چې څه شی باعث کېږي چې انسانان یو له بله مختلف وي، دا بحث په طبيعت، تربيت، جبر، اختيار، خوش بينۍ، بد بينۍ، ماضي، حال، کليّت، فرديّت، توازن او رشد پورې اړه لري.

د شخصيت په اړه د ګورډن آلپورټ (Gordon Allport) تعريف معمولا ډېر واضح تعريف بلل کېږي او د شخصيت په اړه لیکل شویو نننيو ټولو کتابونو کې ترې استفاده کېږي. د آلپورټ په نظر، شخصيت د فرد په داخل کې له هغه غوړېدلي نظام څخه عبارت دی چې له پسيکوفيزيک سيستمونو (Psychophysical Systems) څخه تشکيل شوی او د هغه په فرد پورې منحصر رفتار او تفکر تعينوي. آلپورټ په دې عقيده دی چې شخصيت د هغو داخلي ځانګړنو مجموعه ده چې معمولا د وخت په تيرېدو سره ثابت پاتې کېږي، خو ممکنه ده چې بدلون او تعديل هم ومومي. د ټولو انسانانو اوليه طبيعت يو ډول پاتې کېږي، خو په هغو کې ځینې بدلونونه او تعديلات پيشبيني کېدای شي. د ده په نظر، شخصيت د ذهن محصول او فيزيکي قابليت دی او که څه هم چې ځينې ځانګړنې يې په ټولو انسانانو کې يو شان دي، بيا هم په يو فرد کې تر بله توپير لري. دلته بايد دا خبره له پامه ونه غورځوو چې د آلپورټ دا تعريف او په ټوله کې غربي ارواپوهنه د شخصيت په موضوع کې د هغې ميتافيزيکي يا معنوي اړخ له پامه غورځوي او دا هغه څه دي چې له اسلامي ليدلوري ډېر ارزښت لري.

د شخصيت ارواپوهنه څه ته وايي؟

د روانپوهنې په دې څانګه کې د شخصيت مختلفې زاويې، د فرد ادراکي، هيجاني، ارادي او بدني خواوې او له محيط سره د فرد د جوړښت څرنګوالی مطالعه کېږي.

د شخصيت د ارواپوهنې د مطالعې لنډه مخينه

د انسان د اصل د معرفۍ او طبقه بندۍ له پاره د پوهانو د هڅو پيل له لرغوني يونانه شوی. په لرغونې زمانه کې د خُلق او مزاج له مخې د افرادو د يو تر بله توپير نسبت به يې د دې څلور ګونو مزاجونو (وینه، توره صفرا، بلغم او ژېړه صفرا) څخه یوې ته کاوه او په دې اساس، افراد به يې په څلورو شخصيتي ګروپونو وېشل:

۱. دموي مزاج

۲. سوداوي مزاج (ماليخوليايي)

۳. بلغمي مزاج

۴. صفراوي مزاج

په دې توګه، پر دې سربېره چې افراد به په مختلفو شخصيتي ګروپونو کې طبقه بندي کېدل، د فردي توپيرونو لامل به هم توجیه کېده. دې نظریې تر ۱۹مې ميلادي پېړۍ پورې دوام وموند. د شخصيت نظريې يا تيورۍ د خپلې را منځ ته کېدنې په بهير کې د بلې هرې پديدې په توګه د مختلفو تاريخي عواملو تر اغېز لاندې راغلې. له هغې ډلې، څلورو عواملو تر ټولو مهم رول لوبولی چې عبارت دي له: د اروپا د کلينيکي طب پرمختګ، د اروا ارزونې طريقې، د رفتارګرايۍ روانپوهنه او د ګشتالت روانپوهنه. پر دې تاريخي عواملو سربېره، موجوده معاصرو عواملو هم د شخصيت پر روانپوهنې اغېز شيندلی. له دې ډلې عواملو د ګډ کلتوري روانپوهنې د څانګو پيدايښت يا تکامل، د پېژاند بهير، روانپوهنه د ټول ژوند په لړ کې او انګېزه يا محرّک يادولای شو.

ارواپوهان د شخصيت د مطالعې او تحقيق له پاره له څلور ډوله معلوماتو استفاده کوي چې عبارت دي له: د فرد د ژوند د سوابقو اړوند معلومات، د ليدونکو په وسيله جمع کړای شوي معلومات، له آزموينو ترلاسه شوي معلومات او له شخصي ګزارشونو ترلاسه شوي معلومات. هر ارواپوه، د دې معلوماتو یوه ډول ته ترجيح ورکوي، خو دومره ده چې دوی هر یو د دې څلور ډوله معلوماتو د هر يوه د بالقوه ګټې په اړه هېڅ شک نه لري.

Back to top button
wasiclinic