د طبیب مقام څنګه تر پوښتنې لاندې راځي؟

روغتیا په ژوند کي له هغو لومړنیو نعمتونو څخه شمېرل کېږي، چي د سپېڅلي رب له لوري انسانانو ته ورکړل سوې ده او هغه وګړي چي د بشپړي روغتیا څخه برخمن وي، د ژوند ټولي چاري په ښه توګه تر سره کولای سي. که حقیقت ته ځیر سو روغتیا او ناروغي دواړه د الله ﷻ له لوري راکول کېږي، خو د هر څه له پاره ئې یو عامل هم پیدا کړی دئ. که کوم کس ناروغ سي سمدستي طبیب ته مراجعه کوي تر څو بیرته بشپړه روغتیا تر لاسه کړي. ناروغي که پټه او یا هم ښکاره وي خو له طبیب څخه هيڅ پټ نه دي په ناروغ باندي چي هرڅه سوي وي هغه یو په یو طبیب ته وايي او د خپلي روغتیا هڅه کوي، ځکه طبیب هغه څوک دئ چي د مور او پلار په څېر مهربان وي او خپله طبابت هغه پاک او سپېڅلی مسلک دئ چي د دنیوي ګټو تر څنګ زیاتي اخروي ګټي هم لري، ځکه د طبیب په وسیله الله ﷻ یو ناروغ ته شفا ورکوي. طبیب په ټولنه کي هم خورا قدر لري او ټول وګړي ئې د خوښ ساتلو هڅه کوي.

د طبیب لوړ مقام بیا هغه وخت تر پوښتني لاندي راځي کله چي غیر مسلکي کسان د طبابت ډګر ته ور کډ سي او د ناروغانو ژوند د لوبي ډګر وګرځوي.

زموږ په ګران هیواد کي ډېری داسي روغتیايي مرکزونه سته چي د ناروغانو د ژوند سره لوبي کوي، بې ځایه درمل ورکوي او بېلا بېل معایناتونه ورته کوي، تر څو د بې چاره او غریب ولس څخه د روغتیا په نوم پیسې واخلي. ډېری داسي روغتیايي مرکزونه سته چي نه جواز لري او نه هم مناسب مسلکي کسان لري. همدا راز ډېری درملتونونه سته چي د عامي روغتیا وزارت له لوري د درملو پلورلو جواز نه لري او همدا راز مسلکي کس (فارمسیسټ) هم نه لري او د دې تر څنګ بي کیفیته درمل هم پلورل کېږي. بله عمده ستونزه چي دا بې چاره ولس ورسره مخ دئ هغه دا ده چي یو شمېر طبیبان د ناروغ له پاره شفري نخسې لیکي یعني یوازي د طبیب خپل درمل پلورونکی ئې لوستلای سي، چي په دې کړنه سره ناروغ اړ کېږي درمل له دوی څخه واخلي. دې ته ورته نوري ستونزي هم کېدای سي موجودي وي هیله لرم چي یادو ستونزو ته د پای ټکی کښېښوول سي. د افغانستان اسلامي امارت د عامي روغتیا وزارت د مسؤلینو په وینا په پلازمینه کابل کي د روغتیايي مرکزونو او درملو کیفیت د کنټرول پروسه روانه ده او د دې برخي شفافیت د یادي ادارې له لومړيتبونو څخه بولي. هیله مو داده چي د ټولو ولايتونو د عامي روغتيا رياستونو مسؤلين د طبابت په برخه کي د مسلکي کسانو د راتګ له پاره زمينه برابره کړي او دې برخه کي لازم اصول رامنځ ته کړي، تر څو روغتیايي برخه مو پیاوړې سي د ولسونو عمده ستونزه حل سي.

درنښت.

لیکنه: محمد ابراهیم بهزاد

Back to top button
واسع کلینیک