د غذا کموالی او ناروغي منځته راتګ
د غذا کموالی:
ځینې اصلي مواد چې غذايي ارزښت لري که بدن ته په پوره ونه رسیږي، ځینې رنځونه منځته راوړي، لکه: د ویټامینو د کمښت له امله د راشي تیسم او پلاګرا (Pellagra) رنځ منځته راځي. په همدې توګه که چېرې پروټین، معدني مواد، قندونه او داسې نور که بدن کې کم او یا ډېر شي، بېلابېل رنځونه رامنځته کوي.