د قبضیت د لمنځه وړلو لپاره کورنۍ طریقې

د هغو کسانو د پام وړ چې اوږد مهاله قبضیت (مزمن قبضیت) لري:

لاندې لارښووني کولای شي د دایمي قبضیت څخه تاسو خلاص کړي:

١ – سهار له ٢ تر ٣ ګیلاسه اوبه وځیښی. (په یخه هوا کې ګرمي اوبه او په ګرمه هوا کي ساده اوبه ډیره یخي اوبه نه!).

٢ – هر څومره چې مو وس وي پیاده تګ وکړﺉ او عمیق عمیق سا واخلی. (په لار تیز تیز حرکت وکوی).

٣ – ډير خوراک مه کوی خصوصاً د شپې له طرفه او په ډک نس مه ویده کیږی.

٤ – د خوراکي توکو له جملې څخه په اونۍ که څو ځلي له کدو، پالک، شلغم او ګازرو څخه استفاده کوﺉ.

٥ – د غوایي غوښه، وریځي، مکروني، هګی او تور چای قبضیت ډیره وي.

٦ – که چیري طبعتاً له سړو خوړو سره علاقه لري نو د غنمو سبوس او اسفرزه یا اسپغول استفاده کوی. او که چیرته له ګرمو خوړو سره علاقه لري انجیر یا انځر د خوړو لپاره استفاده کوی.

د استعمال طریقه: یوه قاشوقه د غنمو سبوس او اسپغول په یوه ګیلاس ساده اوبو کې مخلوط کړی او د ورځې یي یو وار وځیښی. که چیرې وروسره یو لیمو اضافه شې ډیره به ښه وي.

او یا ٥ پنځه دانې وچ انځر، ١٠ دانې بادام او یوه قاشوقه ممیز د شپې د ساده اوبو په یوه ښيښه یي ګیلاس کې واچوی او سهار یې له اوبو سره یو ځای وخوری.

٧ – کله چې تشناب ته ځی زور مه وهی زور وهل ډیر جدي توان لري بلکه د لاس په واسته خپل نس د چپ طرف څخه د نس لاندینی وسط په لور په فشار سره مالش کړی.

٨ – هره شپه مخکي له ویده کیدو څخه یو یا دوه دانې مالټې یا کینو وخوری.

٩ – د ورځي په جریان کي له ساده اوبو څخه ډیره استفاده کوی.

١٠ – که چیري اقتصادي وړتیا لری د ام میوه په ورځ کي یو یا دوه ځلي استفاده کوی او د انګورو او توتو د فصل په موده کي د انګورو او توتو څخه استفاده وکوی مګر اضافه خوراکي مه کوی.

د الو د کورنی میوی هم د قبضیت ضد تاثیر لري کولای شي په تازه او وچ شوی شکل ور څخه استفاده وکړی.

پورته لارښووني د څو میاشتو په جریان کې په حوصله سره تکرار کړی تر څو د قبضیت له مشکل څخه خلاص شی.

Back to top button
واسع کلینیک