د مخ د دانو د ورکیدو اسانه طريقه

هر انسان د ښکلا خوښونکي دي او کوښښ کوي چه مخ يي ښکلی تازه او دعيب څخه خلاص وي خو ځيني سببونه سته چه د مخ طبعي شکل بدرنګه کوي او دانسا تشويش او خفګان سبب کيداشي .

دانسان دمخ داني مختلف سببونه لري لکه ميکروبو نه, باکتراوي ,مړي او دکاره لويدلي حجري, هرمونيک تغيرات, دواګاني او مختلف نورسببونه هم شتون لري چه دمخ ددانو سبب کیداشی . دمخ د دانو د ورکیددو څو طريقي شته. دهغوی څخه یوه اسانه طریقه واضح کوم . د کيلي پوستکي دي چه مختلف ګټور مواد لري لکه د A ويټامين, د B ويټامين, د C ويټامين, اوسپنه , جست , منګانيزم , او مختلف نور ګټور مواد اوانزايمونه (تيزابونه)لري چه دمخ زهري مواد په حنثي کيدو اود ميکروبو له منځه وړلو کي مهم رول لري . طريقه يي : 1 مخ په يخو اوبو ښه پرمينځي بيا یی په نرم دستمال وچ کړي 2. کیله راوخلی پوست یی کړي کیله یی وخوری د کيلي پوستکي پر مخ د لس دقيقو لپاره ومښي او که چيري دکيلي پوستکي رنګ تور او تغير يي وکړي نوي بل تازه دکيلي پوستکي استعمال کړي 3 وروسته شل دقيقي انتظار ورته وکړي ځکه دکيلي د پوستکي د مواد د جذب لپاره شل دقيقو ته ضرورت دي له دی خاطره دپوستکي تر استعمال وروسته شل دقيقي انتظار اوسي ترشل دقيقو وروسته مخ په نرمو اوبو پريمنځي 4 د کيلي پوستکي په پورته شکل د ورځي دري يا څلور ځله استعمال کړي نتجه يي په څلور ورځي کي پرمخ معلوميږي

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe
Back to top button
Wasiclinic