د مرګ مستقیم لاملونه کوم دي؟ د ناروغۍ سیر

د ناروغيو سير

کېدای شي ناروغی په مکمل ډول جوړې شي، خو ځینې ناروغۍ له جوړېدو وروسته په بدن کې ځينې تغییرات پرېږدي. که چېرې هغه اختلالات چې له رنځ څخه وروسته حاصل شوي وي په پوره توګه رفع نه شي، نو معالجه به نیمګړي وي.

که چېرې بدن ونه توانېږي، چې ځان له نویو شرایطو سره چې تر رنځ وروسته ورته پیدا شوي برابر کړي په دې صورت کې حیاتي فعالیت امکان قبلوونکی نه وي، نو حتمي ده چې مرګ به رسېږي.

د مرګ لاملونه

د مرګ مستقیم لاملونه درې دي:

۱- وقفه قلبي (زړه درېدل) Cardiac Arrest:

دا ناروغي زړه ته د زیان رسېدو له کبله، لکه: د زړه شریانونو بندښت Coronary thrombosis، او د زړه د عدم کفایه څخه رامنځته کېږي.

۲- په هغو مغزي اعصابو کې اختلال چې د زړه او رګونو پر اعمالو حاکم وي.

۳- په تنفسي عمل کې وقفه (Respiratory arrest):
د تنفسي مرکز له له کاره لوېدو څخه رامنځته کېږي، چې دا عارضه اکثره له کم خونۍ، خونریزۍ او مسمومیت څخه رامنځته کېږي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک