د معافیت ډولونه کوم دي؟

په عمومی ډول معافیت د ناروغۍ د یوه ځانګړی المل او یا د یو ګروپ مکروبونو په وړاندی چی یو له بله سره نژدی اړیکی

لری جوړیږی . د معافیت د تولید لپاره دوه بنسټیز میکانیزمونه شتون لری چی یو یی فعال او بل یی غیر فعلل نومیږی .

الف: فعال معافیت :

هغه معافیت دی چی پخپله د بدن د معافیتی سیسټم له لوری جوړیږی دا ډول معافیت د ډیروکلونو

لپاره یا هم کیدلی شی د ټول عمر لپاره دوام پیدا کړی .

ب: غیرفعال معافیت:

غیرفعال معافیت د انسانانو او یا څارویو په بدن کی د جوړ شوی معافیت د انتقال څخه عبارت دی

چی نورو انسانانو اوڅارویو ته چی اړتیا ورته لری ورسیږی چی کیدلی شی په طبعی ) د مور نه ماشوم ته ( او یا مصنوعی ) کله

چی انټی باډی د یوه شخص په بدن کی جوړه شی او بیا دا انټی باډی بل کس ته چی معافیت نه لری انتقال شی په دی ډول

د دویم کس په بدن کی تولید شوی معافیت ته غیر فعال یا مصنوعی معافیت ویل کیږی( بڼه وی

غیر فعال معافیت چی د مور نه نوی زیږیدلی ماشوم ته تیریږی ) غیر فعال طبعی معافیت ( په دی ډول معافیت کی یو ماشوم

نژدی د یوه کاله پوری ددی انټی باډی په مټ د یو شمیر ځانګړو ناروغیو په وړاندی خوندی پاتی کیږی .په داسی حال کی چی

غیر فعال مصنوعی معافیت په یوه شخص کی مقاومت د یوی لڼډی مودی ) ۱ -۶ اونیو ( لپاره منځ ته راوړی ځکه چی د انټی

باډی کچه د وخت په تیریدو سره کمیږی .

ډله ایز معافیت Immunity Herd :

ډله ایز معافیت هغه وخت رامنځ ته کیږی چی د وګړو د یو ډلی واکسینول د بلی ډلی د مخنیوی ) وقایی ( المل ګرځی چی

ال تر اوسه یی معافیت نه وی تر السه کړی . د ډله ایز معافیت تیوری دا منی چی ،کله د ټولنی ډیر ماشومان معافیت حا صیل

کړی نو د انتان تداوم او سرایت یی نورو ته ډیر ستونزمن کیږی، نو که په یوه ټولنه کی هر څومره ډیر ماشومان معافیت پیدا

کړی نو ډیر لږ چانس پیدا کیږی چی حساس ماشومان ) چی معافیت نه لری ( د انتان د خطر سره مخ شی

د تیوری له نظره ناروغۍ چی د مکروب په وړاندی یی د پوښښ کچه مخکی له دی چه ۱۰۰ ٪ته ورسیږی له منځه ځی

.لکه څنګه چی د چیچک په له منځه وړولو کی ولیدل شول همدا شان د پولیو په له منځه وړلو کی هم دا تیوری د پلی کولو

وړ ده او میکانیزم یی دادی چی هر کله چی په ټولنه کی د معافیت د پوښښ کچه لوړه شی نو ناروغی نه شی کولی چی نور

دوام پیدا کړی چی دا د ډله ایز معافیت لپاره یوه ښه بیلګه بلل کیږی چی میخانیکیت یی په الندی شیما کی تشریح کیږی

Back to top button
واسع کلینیک