د ناروغیو درملنه، د درملنې ډولونه (Treatment)

درملنه څه ته وايي؟

له علاج (درملنې) څخه موخه د هغو تدبیرونو تر لاس لاندې نېول او اجرا کول دي، چې د ناروغ په جوړېدو باندې منجر شي.

علاج په درې ډوله ده:

۱- اساسي علاج (Curative Treatmen):

چې نېغ د رنځ نښه یا هغې نښې ته چې د ناروغۍ د رامنځته کېدو لامل وي، متوجه کېږي.

۲- مرستندوی علاج  (Supportive Treatment):

د هغو تدبیرونو د پکار راوستلو څخه عبارت دی، چې د رنځ په مقابل کې د ناروغ قوت او قدرت زیات کړي او د هغه طبعي قوه له رنځ سره د مقابلې لپاره مجهزه کړي، چې له دې تدبیرونو څخه د ازادې هوا تهیه ، ناروغ ته په پوره اندازه خواړه رسول او لازم مایعات برابرول، د ناروغ خوله او نور اندامونه پاك ساتل، د هغه د صحراګشت مراقبت او د هغه لپاره د خوب او ارام کافي شرایط برابرول او داسې نور … عبارت دي.

۳- علامي علاج  (Symptomatic Treatmen):

د دې قسم درملنې هدف د هغو تظاهراتو او حسي نښو له تسکین او تخفيف څخه عبارت دی، چې ناروغ ته د ناروغۍ پر مهال پيدا کېږي لکه درد ، ټوخی، تبه، ساه تنګي، د فشار لوړوالی او داسې نور.

علامي او مرستندوی علاج ډېر ارزښت لري، ځکه چې ډېرې داسې ناروغۍ دي چې تر اوسه یې بنسټیزه درملنه نه ده پېدا شوې، نو په دې مواردو کې ترې د درملنې په توګه کار اخیستل کېږي او د هغو ناروغیو لپاره چې درملنه او دارو یې شته، له دې دوو لارو څخه د بنسټیزې درملنې د تاثیر ډېرولو لپاره کار اخیستل کېږي.

واسع خان

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک