د ناروغیو د منځته راتلو عوامل (Causes of Diseases)

هغه لاملونه او ځانګړي عوامل چې د هغې په واسطه رنځونه منځ‌ ته راځي‌به لاندې ډول دي:

۱- جراثیم یا عفونت (Infection):

که چېرې پر بدن میکروبونه او ویروسونه حمله وکړي او بدن د هغه په مقابل کې د مقاومت توان ونه لري، نو رنځ‌ منځته راځي. دغه ډول رنځونه چې د میکروب یا ویروس د حملې په نتیجه راځي عفوني رنځونه ګڼل کیږي. له دې رنځونو څخه ځینې د یو میکروب په واسطه منځته راځي، لکه: محرقه (وچکۍ) چې د سلمونیلا پاراتي فیوید د میکروب، سل (نری رنځ) چې د باسل کخ، سرخکان (شری) چې د یو ډول ویروس په ذریعه منځته راځي او یو شمېر رنځونه بېلابېل میکروبونه او ویروسونه له تعدد څخه رامنځته کیږي، لکه: سینه بغل (Pnemonia)، التهاب اپانډس (appindicitis)، او د ځیګر التهاب (Hepatitis) او نور په دې دسته کې ټول هغه رنځونه شامل دي کوم چې د میکروبونو، ویروسونو، قارچونو او انګلونو څځه منځته راځي.

۲- تومورونه (Molds):

تومور د بدن د حجراتو غیر عادي رشد او تکامل ته ویل کیږي، چې په دوه ډوله دي:

الف: نیک خیم تومور Benign: دا ډول تومور که په کوم ځای او موقعیت واقع وي، نورو مجاورو او نژدې بافتونو او مجراوو ته تجاوز نه کوي، خو د وخت په تېرېدو سره تکامل کوي او غټېږي. چې خودبخود د بافتونو او مجاورو  اعضاوو د محل د تغیر سبب کېږي‌، او ‌په هغه فشار واردوي او دا ډول تومورونه خپله د مرګ سبب نه ګرځي.‌ خو که د هغو موقعیت د بدن په ‌حياتي اعضاوو کې واقع وي، نو بیا خطرناک ثابتېږي.‌

ب: بدخیم تومورونه Malignant: چې د بدن خپل نژدې بافتونه او اعضا تر تجاوز لاندې نیسي او هغه خرابوي، چې اکثره لنفاوي عروقي او شریانونه تخریبوي او د شریانو او وریدونو له لارې د بدن لرې اعضاوو ته ځان رسوي، او ثانوږي تومورونه منځته راوړي، چې Metastasis ورته ویل کیږي. چې دا ډول تومورونه یا سرطان که په هر محل کې واقع شي هغه خطرناک او د مرګ سبب ګرځي.

۳- ضربه Trauma:

هغه رنځونه چې د میخانیکي علتونو په واسطه رامنځته کېږي، لکه د موټرونو ټکر او چپه کېدل، له بامه لوېدل، په اور سوځېدا، مرمۍ لګېدل او نور. هغه رنځونه چې د یادو شویو لاملونو له مخې پيدا کیږي ډېر وي، خو مهم یې دا دي: پرې کېدل، د هډوکو ماتېدل، د مفصلونو بې ځایه کېدل او داسې نور.

۴- فزیکي لاملونه:

چې د فزیکي خواصو له مخې د رنځونو د منځته راتلو موجب ګرځي. لکه: حرارت،‌ لمدوالی، سخته هوا، لوړه ارتفاع، د لمر وړانګې، او اتومي تشعشات، برقي جریانات او داسې نور.

۵- کیمیاوي‌ لاملونه:

د لاملونه که چېرته بدن ته ننوزي او یا له پوستکي سره اړیکه پيدا کړي، نو د خپل کیمیاوي خصوصیت له مخې د بدن سلولونو ته زیان رسوي او د بدن د اعضاوو د اختلال باعث ګرځي، چې دې لاملونو ته زهر یا سم (Toxic) ویل کیږي، چې د جامد، مایع، او ګاز په بڼه پيدا کیږي، چې په حیواني، ګیاهي، معدني او ساختګي منشا لري.

۶- حساسیت (Allergy):

کله کله داسې یوه ماده چې اصلا هېڅ‌زهري خاصیت نه لري او د انسان وجود ته داخله شي، د انسان د بدن حجرات او بافتونه تر تاثیر لاندې نیسي او خاص ډول رنځ‌منځته راوړي چې حساسیت ورته ویل کیږي.

هغه مواد چې د حساسیت یا الرژي سبب کیږي، ډېر دي، چې له هغو څخه ځینې کیمیاوي، ځینې فزیکي، لکه: یخوالی او کله کله د لمر وړانګې او اور د الرژي باعث ګرځي. د الرژي تر ټولو مهم رنځونه زکام، ساه بندي (Asthma)، لړمۍ (Urticuria) او د دوا په مقابل کې حساسیت او نور دي.

۷- د غذا کموالی:

ځینې اصلي مواد چې غذايي ارزښت لري که بدن ته په پوره ونه رسیږي، ځینې رنځونه منځته راوړي، لکه: د ویټامینو د کمښت له امله د راشي تیسم او پلاګرا (Pellagra) رنځ‌ منځته راځي. په همدې توګه که چېرې پروټین، معدني مواد، قندونه او داسې نور که بدن کې کم او یا ډېر شي، بېلابېل رنځونه رامنځته کوي.

۸- وراثت (Genetic):

ځیني مرضونه د ارث له مخې د کورنۍ د یو نسل څځه بل نسل ته انتقالیږي، چې د دې ته ارثي یا کورنۍ رنځونه ویل کیږي، چې په هډوکو، اعصابو، او وینه کې یې ارثیت باقي پاتې کیږياو ځینې رنځونه لکه د قند یا شکر (Sugar) چې Diabet هم ورته ویل کیږي. په همدې توګه د فشار او الرژي رنځونه له یو نسل څخه بل نسل ته انتقالیږي.

۹- زوړوالی:

د عمر په تېرېدو سره په بدن کې د و ډول تغیرات راځي، چې د ډول ډول رنځونو سبب کیږي. د ددې ډول رنځونو عمده ډولونه د شریانونو له سختوالي (Arterios Clerocis) څخه عبارت دي، چې شریانونه ورو ورو تنګیږياو په کافي اندازه وینه د بدن د اعضاوو ته نه رسیږي. چې په دې توګه د نوموړو اعضاوو په وظایفو کې اخلال پيدا کیږي او د بېلابېلو رنځونو سبب جوړېږي. په همدې توګه د مفصلونو د استحالې تغیرات هم د زوړوالي له کبله رامنځته کیږي، په ځینو خلکو کې د ارث له کبله په زړښت کې ډېر ژر رنځونه بروز کوي.

۱۰- ډارېدل او هیجانات:

ډار، تشویش، تفکرات، نا امېدي او بیځایه سوچونه هم د ځینو رنځونو د منځته راتلو سبب جوړېږي، چې، یاد شوي لاملونه د بدن اکثرو رنځونو ته تېزوالی او شدت ورکوي او زیاتره دخلي غړي لکه زړه، معده، کولمې اخلالوي او په هغو کې ځای نیسي، چې ناروغ د پورتنیو اعضاوو له درد څخه شکایت کوي. کله د معدې زخم (Gastric Ulcers)  او داسې نور له دې ډول رنځونو څخه دي.

۱۱- نامعلوم او ناپېژندل شوي لاملونه:

یو ډول د رنځونو عوامل تر اوسه نه دي پېژندل شوي، په همدې ډول د متعددو لاملونو له کبله هم ځینې رنځونه رامنځته کیږي، او ځینې تسریع کوونکي لاملونه هم شته، چې د ځینو رنځونو د شدت او تېزوالي سبب کېږي. د نا معلومو او نايېژندل شويو لاملونو څخه بېلابېل ډولونه سرطانونه عبارت دي. د متعددو لاملونو څخه له سرطان سره بل عفونت شاملېدل او د تسریع کوونکو لاملونو څخه د عفوني ناروغانو لپاره د ارام نه کول یا د راشتیزم په رنځ‌ کې د لمر د وړانګو نه رسېدل یا د سرطان په رنځ کې د سګرټو استعمال او داسې نور دي.

 

سرچینه: عامې ناروغۍ او درملنې

واسع

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک