د ناروغیو د نهاني، مقدماتي، استقرار او نقاهت دورې

د ناروغۍ دورې کومې دي؟

هره ناروغۍ له پيل څخه تر پایه پورې بېلابېلې دورې لري لکه:

۱- نهاني دوره (Latent period):

نهاني دوره څه شی ده؟ what is Latent period?

دا دوره په بدن کې د رنځ د عامل له واردولو او د رنځ د تاثیر له پيل کېدو څخه پيل او تر هغه وخته دوام کوي تر څو د رنځ اثار او نښې ښکاره شي او کله چې د رنځ‌ اثار او نښې په بدن کې څرګند شي، نو دا دوره ختمېږي، ولو که که اعراض او علایم حسي‌ وي او که عیني.

په عفوني رنځونو کې دې دورې ته د اخفاء دوره (Incubation Period) وايي.

نهاني‌ دوره له څو دقیقو څخه ترڅو میاشتو او ان تر څو کالو پورې رسېږي. د ناروغۍ نهاني دوره د رنځ د مخنیوي او درملنې له نظره د ډېر

اهمیت وړ ده.

۲-  مقدماتي دوره  (Prodromal Period):

دا دوره د رنځ د لومړیو نښو له کشف څخه پیل او د رنځ تر استقرار او کامل تظاهر پورې دوام کوي. مثلا په عفوني رنځونو کې عموما ځینې مبهم تظاهرات لکه عمومي ستړيا، سر درد، کله کله لړزېدل، بې اشتهايي او د تودوخې لوړېدل پیل کېږي. پورتني تظاهرات چې د رنځ مقدماتی دوره تشکیلوي مخکې له دې چې رنځ ښکاره شي، د رنځ څرګندې او قطعي نښې ګڼل کېږي.

۳- د استقرار دوره (The Period of marked disease):

دا دوره چې له مقدماتي دورې وروسته پیل کېږي، په دې کې د رنځ ټولې اصلي نښې ښکاره کېږي. په ځینو رنځونو کې په ځانګړې توګه په عفوني رنځونو کې د استقرار دوره څرګنده او ټاکلې وي.
مثلا په تیفوس کې له ۱۳ څخه تر ۱۶ ورځو پورې او په سرخکان  Measales کې له ۸ څخه تر ۱۰ ورځو پورې وي. په مزمنو رنځونو کې د استقرار د دورې د اوږدوالي وخت جوت نه دی.

۴- د نقاهت دوره (The Period of Convalescence) :

د نقاهت دوره له ناروغتيا څخه بېرته صحت ته د راګرځېدو دوره ده، چې ناروغ بېرته تندرست او خپلې اصلي بڼې ته رسېږي.

د ناروغيو سير

کېدای شي ناروغی په مکمل ډول جوړې شي، خو ځینې ناروغۍ له جوړېدو وروسته په بدن کې ځينې تغییرات پرېږدي. که چېرې هغه اختلالات چې له رنځ څخه وروسته حاصل شوي وي په پوره توګه رفع نه شي، نو معالجه به نیمګړي وي.

که چېرې بدن ونه توانېږي، چې ځان له نویو شرایطو سره چې تر رنځ وروسته ورته پیدا شوي برابر کړي په دې صورت کې حیاتي فعالیت امکان قبلوونکی نه وي، نو حتمي ده چې مرګ به رسېږي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک