د ناروغیو علایم څه ته وايي؟ Symptoms

د ناروغیو اعراض څه ته وايي؟ Sign

نښه او علامې ته وايي. د یوې ناروغۍ عینې موندنې، چې د کتونکي ډاکتر لخوا کتل کېږي او د ناروغ د ذهني‌ احساس (Symptom) په خلاف وي.
اعراضو بېلګې لکه: تبه، د زړه درزا، فشار، خارښت…

د ناروغیو علایم څه ته وايي؟ Symptom

هر ډول وضعیت یا نښه چې په خپله د ناروغ له خوا احساس کېږي؛ هغه تغیر چې د ناروغ په وضعیت کې راوستل کېږي او د ناروغ جسمي او روحي حالت څرګندويي کوي.
ځینې علایم لکه: ستړیا، تنده، درد…

د اعراض او علایم عمده توپير په دې کې دی چې څوک دا نښې لیدلی شي.
مثلا: خارښت یا Rash کولی شي یو عرض او یا علامه وي، او یا دواړه.
که چېرې ناروغ دا خارښت حس کړي یا وپېژني، عرض دی.
که چېرې ډاکټر، نرس یا بل څوک یې حس کړي علامه ده.
که چېرې یې دواړه حس کړي نو هم عرض دی هم علامه.

د رنځونو علامات د یو رنځ په پېژندلو کې ډېر زیات لاس لري. نو له هر څه دمخه باید یو ډاکټر رنځونه مکمل وپېژني او د رنځونو په علامو باندې هم پوه وي. ځکه ډېر داسې رنځونه دي چې مشترکې او مشابه نښې لري. د ډاکټر د استعداد پورې اړه لري، چې ځنګه دا نښې یو له بل څخه بېلې او اصلي رنځ‌ تشخیص کړي، چې په دې صورت کې بېلابېل ډوله لابراتواري تجربو او ټسټونو ته ضرورت پېښېږي.

په همدې توګه ډاکټر باید پوه شي چې رنځ‌ په کوم جهاز او کومې عضو کې واقع شوی دی. د بېلګې په توګه که چېرته یو ناروغ بلغم، ټوخی او په تنفس کې مشکلات ولري، نو ډاکټر باید پوه شي چې دا د هاضمي سیستم ناروغتیا ده. یا که چېرته یو ناروغ کانګي، زړه بدي او ګېډه کې درد ولري، نو ډاکټر باید وپوهېږي چې دا د هاضمي سیستم ناروغي ده. په همدې توګه پّ سینه کې درد، دباو او برېښ د زړه ناروغتیا په ګوته کوي، چې همدغه ډول تکلیف د خوراک د تیوب د وروستۍ او لاندینۍ برخې له التهاب څځه هم پیدا کېږي، نو ډاکټر ته لازمه ده چې د صحیح تشخیص لپاره له ناروغ څخه بیلابېلې پوښتنې وکړي او که په دې هم د یادو شویو رنځونو پر تفکیک قادر نه شي، نو ورته لازم ده چې ضروري معاینات لکه E.C.G او ‌Bariam G.I. Series اجزا شي چې رنځ‌ په صحیح توګه وپېژندل شي.

د ټولو رنځونو لپاره له لاندې علاماتو څخه ځینې علامات د انسان د ناروغتیا  په صورت کې ښکاره کېږي، چې البته یادېدونکي علامات خپله کومه ناروغتیا نه ده، بلکې د ځینو رنځونو له علاماتو څخه به یوه علامه وي، چې په دې ډول تشریح کېږي.

۱- تبه Fever&Pyrexia:

تبه څه شی ده؟ تبه څه ته وايي؟

تبه د بدن د تودوخې د درجې لوړوالي ته ویل کېږي. چې د ځینو مایکروبونو په مقابل کې د بدن له عکس العمل (غبرګون) څخه منځ ته راځي. په عادي حالاتو کې د بدن د تودوخې درجه ثابته او ۳۷ درجې سانتیګراد یا ۹۸ درجې فارنهایت وي.

د بدن تودوخه د اعصابو په واسطه کنترولیږي، چې دا مرکز ډېر حساس دي، کله چې په وینه کې د تودوخې درجه تغیر پیدا کوي، د اعصابو له لارې د تودوخې د تنظیم مرکز ته خبر رسیږي. د بدن تودوخه د غذايي موادو د سوزېدو او د سلولونو له میتابولیکي فعالیت څخه پيدا کېږي. هر څومره چې یو غړی ډېر کار کوي، په هماغه اندازه تودوخه زیاتېږي.

د تبې لاملونه څه دي؟

‌ تبه د لاندينيو لاملونو له مخې منځته راځي:
الف: عفونت: چې د ټولو مایکروبي، وايروسي او ځینو پرازيتي ناروغیو لامل ګرځي.
ب: د اعصابو او ماغزو ځینې ناروغۍ.
ج: په ګرمه او لنده هوا کې اوسېدل، چې په دې صورت کې خوله نه وچېږي او تبخیر نه کېږي.
ح: د بدن د اوبو کموالی (Dehydration) په تېره په ماشومانو کې چې دا مهال یې بدن د تودوخې مخنیوی نشي کړای.
د: د بافتونو د تخریب له عمل څخه چې کوم مواد جوړېږي، د هغو د جذب له نتیجې څخه هم تبه پیدا کېږي، لکه د زړه د عضلې انفارکتوس.
ر: د ښځو په میاشتني عادت کې د داخلي غدې له څڅېدا څخه چې د میاشتې په وروستیو نیمایي شپو کې پروجسترون (progestrone)  راڅاڅي او تودوخه یوه اندازه لوړېږي.
ز: هغه څوك چې د زړه په احتقاني نیمګړتیاو اخته دي د تودوخې درجه یې لوړه وي ځکه چې په دغو ناروغانو کې پړسوب د تودوخې د مخنیوي په وړاندې خنډ کېږي.
هـ: د جل یا ګرمۍ و هلو له امله هم د تودوخې درجه پورته ځي.

د تبې ډولونه:

تبه په څو ډوله ده؟ د تبې ډولونه کوم دي؟

تبه د خپلو ځانګړنو له مخې په لاندې توګه وېشل کېږي:
۱- ډېره سخته او تنده تبه (Hyperprexia) : (>40ºC, 104ºF) چې تبه د ۴۰ درجې سانتیګراد یا ۱۰۴ فارنهایت څخه پورته وي.
۲- پرله پسې تبه  (Continuous Fever): هغه تبه چې د دوام په ټوله موده کې عادي او طبعي حالت ته راکمه نه شي. لکه سینه بغل، تیفوس (typos) او داسې نور.
۳- څپیزه تبه (Remittent Fever) هغه تبه ده چې نوسان يې ډېر وي لکه نری رنځ، سل Tuberclose او برونکوپنومونې (Pnemonia).
۴- بیا راګرځېدونکې تبه ( (Inter Mitent Feverدا هغه تبه ده چې د وخت له  تېرېدو سره راټیټیږي، او ان له نورمال حالت څخه کمېږي لکه ملاریا.

۲- درد Pain

درد څه شی دی؟ درد څه ته وايي؟

د ټولو نښو له ډلې څخه درد یوه داسې نښه ده چې ناروغ په دې اړ باسي، چې ډاکتر ته ورشي. درد یو موضعي سيمتوم یا نښه ده چې د عصبي ریښو له تحريك څخه رامنځته کېږي. د دغو عصبي ریښو دنده دا ده چې د درد احساس د عصبي مرکز دستګاه ته رسوي.

درد د بدن له ساتندويو وسایلو څخه ګڼل کېږي. ځکه د درد ګواښ يو اعلان دی چې انسان خبروي، چې کوم غړی یې ناجوړ دی.

د بدن باندینۍ سطحه په اسانۍ سره د درد احساس کوي، ځکه چې هر وخت له ګواښ سره مخامخ وي، چې په پټو سترګو انسان کولای شي هغه ځای وپېژني چې له ګواښ سره مخامخ دی.

د داخلي درد د احساس څرنګوالي په دې ډول دی: درد د ناقلو عصبي ریښو له لارې له داخلي غړیو څخه د مغزو تیاره برخې ته رسېږي له دې ځایه د عصبي ریښو له لارې چې له تیاره مغز څخه بېل شوی، د بدن سطحي او له هغه ځایه پوستکي ته رسېږي په دې ترتیب د داخلي ناجوړ غړي درد په پوستکي کې احساسیږي.

په همدې ترتیب په ځینو مواردو کې د داخلي غړیو د درد احساس د پوستکې په هغه ځای کې رامنځته کېږي چې اصلا د رنځور غړي څخه پوره لېرې واټن لري. مثلا هغه درد چې د حجاب حاجز د پردې له التهاب (Pleura) څخه رامنځته کېږي، کېدای شي په ورمېږ یا په خېټه کې حس شي. په همدې توګه هغه درد چې د حالب (Ureter) د التهاب څخه رامنځته کېږي، کېدای شي په بيضي او د ورانه په سوځېدا کې منعکس شي. په ځینو مواردو کې د داخلي غړیو د رنځورتيا په صورت کې له همغه غړي څخه هم درد منعکس کېږي. لکه د کلمو اتساع (Spasm)، د حالب اتساع او زړه ته په پوره اندازه د وینې نه رسېدل.

سپازم Spasm د غړیو یا یوه غړي غیر ارادي انقباض ته ویل کېږي.

د درد ډولونه:

د درد ډولونه کوم دي؟
درد په څو ډوله دی؟

د درد ډولونه د هغه په هغو نښو پورې اړه لري د کومو له کبله چې درد رامنځته کېږي. مثلا هغه درد چې د سوځېدو له کبله رامنځته کېږي یا هغه درد چې د چاقو یا بلې جارحې الى په واسطه پیدا کېږي، یا هغه درد چې د ټوپك يا بلې ناريې الى په واسطه صورت نیسي او داسې نور يو له بل سره توپیر لري او هر یو درد په ځانګړي ډول سره احساسېږي، چې په دې ترتیب سره یو معالج یا ډاکتر د هغه درد په وسیله چې ناروغ يې احساسوي یا يې ښکاره کوي، کولای شي چې رنځ معلوم کړي، چې د دې مرام لپاره باید د درد ځای، د درد انتشار، د درد ډول، د درد د طول وخت او هغه نښې چې د درد د پيدا کېدو سب جوړېږي وپېژندل شي.

۳- ساه تنګي (Dyspnea)

ساه تنګي څه شی دی؟

ساه تنګي هغه ناروغي ده، چې د تنفس په وخت کې پېدا کېږې. د ساه تنګۍ نښه هم حسي او عیني ده او زیاتره دا یوه موضعي نښه ده، چې د هغې علت د زړه ناروغي او هم د تنفس د دستګاه ناروغي وي، خو کله کله له اسیدوز نه (Acidosis) چې د شکر او یا د ګردو له کبله منځته راځي هم ساه تنګي پیدا کېدای شي.

د ساه تنګي نښې کوم دي؟

د ساه تنګي نښې په لنډه توګه په لاندي ډول دي:

الف: د تنفس د لارې بندښت: په دې ډول ساتنگۍ کې ساه په ستونزه داخلېږي او بېرته ایستل یې هم انسان کړوي.
ب: د سږو پرمختللې ناروغي: په دې حالت کې د دې لپاره چې وينه په ښه توګه تهويه شي، نو ناروغ باید ژر ژر او ژوره ساه واخلي.
ج: د زړه د کار اختلال چې د سږو د پرخونۍ باعث ګرځي.
د: د وینې د کیمیاوي عکس العمل رغبرګون اختلال: چې په دې صورت کې وینه د معمولي حالت نه زیاته رسېدلې وي.

عيني نښې په ساه تنګۍ کې يو له بله سره توپیر لري، چې په دې توګه معالج باید هغه سره بېلې کړي او علت باید وپېژني.

۴- سیانوز  (Cyanosis)

سیانوز څه ته وايي؟

سیانوز د پوستکي او مخاط د رنګ له ژېړېدو څخه عبارت دی.
سیانوز د پوستکي د آبي رنګ اخیستلو ته وايي، هغه وخت رامنځته کېږي چې وینه په کافي اندازه اکسیجن نسجونو ته ونشي رسولی.
که چېرته سیانوز ډېر سخت وي او ټول بدن یي اشغال کړی وي، نو عموما په نوکانو، پوزې، غوږونو، مخ او شونډو کې ډېر محسوسېږي، د پوستکي او مخاط د رنګ د ژېړېدو علت دا دی چې په وریدونو کې د هیموگلوبین مقدار زیاتېږي، چې له دې امله په شعريه عروقو کې وینه له عادي حالت څخه توره ښکاري او د پوستکي او مخاط رنگ ژېړ معلومېږي.

د سیانوز کلیمه پخپله اصلي معنی یې آبي ناروغۍ (Blue Disease) یا آبي حالت (Blue Condition) ده.

سیانوز د څه شي نښه ده؟

سیانوز د وینې د صحيح نه تهویه کېدو نښه ده، چې د هغې سبب د زړه او سږو ناروغتیا ده، چې په دې توګه دا یوه عمومي نښه ګڼل کېږي.

سیانوز هغه وخت رامنځته کېږي، چې د شعريه عروقو وینه له پېنځه ګرامه احیا شوي هیموگلوبین څخه په سل سانتي متر مکعب کې زیاته (>5g/dl) وي.

په ځینو وختونو کې سیانوز موضعي دي، چې د هغې علت د شریانونو انسداد دی، چې په دې صورت کې صرف د بدن په یوه برخه کې لیدل کېږي په دې صورت کې وینه په ډېره سستۍ سره په وریدونو کې حرکت کوي او د هیموگلوبین زیاته برخه اکسیجن له لاسه ورکوي.

پنځم: د رنګ الوتل (Pallor):

د رنګ الوتل يوه عيني نښه ده چې موږ کولای شو په لیدلو سره هغه وپېژنو. د پوستکي او مخاط طبعي رنګ د هغې وینې د موجودیت له کبله وي، چې د پوستکي او مخاط په رګونو کې جریان لري. که چېرته وینه له طبیعي حالت څخه کم رنګه شي، لکه په کم خونی (Anemia) کې نو د پوستکي رنګ الوتی معلومېږي، نو په دې لحاظ رنګ اوښتل د کم خونی یوه نښه ده.

د رنګ الوتلو عامل د رګونو تنګوالی دی. په دې حالت کې په پوستکي کې وینه کمه جریان پیدا کوي، چې د پوستکي رنگ الوتی معلومېږي. د رګونو تنګېدل ممکن عادي او طبیعي پدیده وي، چې د همدې لامل له مخې په ځینو سالمو او روغو انسانانو کې رنګ الوتنه موجوده وي. په همدې توګه د رګونو تنګېدل د هغه عکس العمل (غبرګون) له مخې رامنځته کېږي، چې رګونه یې د ډار، درد ، يخنۍ او ستړیا په مقابل کې ښیي. بالعکس ځینې انسانان که کم خوني هم ولري، خو تل چوست او تازه معلومېږي، لامل یې دا دی، چې رګونه یې تل د اتساع او پراخوالي په حالت کې وي، چې د رګونو د اتساع علت اکثره تبه، د زړه ناروغي، خپګان او عصبي تشوشات وي.

د ژبې مخاط، خوله او د سترګو ملتحمه د بدن له نورو برخو څخه ژر د رنګ تغییر پیدا کوي، نو په دې اساس یاد شوي نقاط د رنځ په تشخیص کې ډېر ارزښت لري.

شپږم: ټوخی Cough

ټوخی څه شی دی؟

ولې ټوخی کوو؟

ټوخی هم د ځینو رنځونو له نښو څخه یوه نښه ده. چې ډاکتر دې ته متوجه کوي، چې ناروغ له کوم لامله ټوخی کوي. ددې لپاره چې د ټوخي اصل لامل معلوم شي، نو ډاکتر یا معالج ته پکار دي، چې له ناروغ څخه په دې اړه لاندې پوښتنې وکړي:
الف: په ورځ کې څو ځله ټوخی کوي؟
ب د ټوخي شدت دې څه ډول دى؟
یعنې تېز (Severe) دی، منځنی (Moderate) دي او که معمولي Mild دی که څنګه؟
ج ټوخی د شپې زیات وي که د ورځې ایاکوم ځانګړی وخت لري که څنگه؟
ح: آیا ټوخی وچ دی او که بلغم لري؟ که چېرته بلغم لري رنګ یې څه ډول دی؟ وینه او نور مواد خو به نه لري؟ د هغې مقدار او بوی څنګه دی؟
د: ایا له ټوخي سره خو به تبه یا د سینې درد نلرې؟ او داسې نور …

اووم: کانګې کول (Vomiting):

زړه جګېدل او کانګې کول هم د ځینو رنځونو له نښو څخه ګڼل کېږي، چې په دې هکله هم طبیب ته پکار دي، چې له ناروغ څخه ځينې پوښتنې مطرح کړي لکه:
الف: په ۲۴ ساعتونو کې څو ځله کانګې کوي؟
ب: ایا له کانګو سره خو به ټوخی نه لري؟
ج: د ورځو په کوم ځانګړي وخت کې کانګې کوي؟ او که د حمل د ښځو لپاره په لومړيو شپو ورځو کې؟
د: له کانګو سره خو به وینه نه راځي او ایا ګېډه کې دې ورسره درد وي او که څنګه؟

اتم کمزوري ( Weakness):

کمزوري هم د ځینو رنځونو له کبله پیدا کېږي. نو په دې توګه د کمزوري اصل لامل باید ولټول شي. د دې لپاره ضرور ده، چې داکتر له ناروغ څخه لاندې پوښنې وکړي:
الف: کمزوري درباندې يو دم راغلي او که ورو ورو ورسره مخ شوی؟
ب: ټول بدن دې کمزوري محسوسوي او که د بدن کومه ځانگړې برخه؟
ج : څومره وخت کېږي، چې له کمزورۍ شکایت لرې؟

نهم: پېچش یا اسهال  (Diarrhea)

پېچش هم د ځينو لاملونو له کبله رامنځته کېږي. چې معالج يې باید اصلي لامل ولټوي او د لاندې پوښتنو له مخې یې پېدا کړي:
الف: ایاد غایطه موادو حاجت ته مسلسل ځې او که په وقفو سره؟
ب: د ورځې څو ځله حاجت ته ځې؟
ج: د غایطه موادو رنگ، بوی او مقدار څنګه دی؟
د: په غایطه موادو کې خوبه وينه، پیپ او داسې نور څه نه وي؟
ه: ایا د حاجت په وخت کې خو به د ګېډې درد نه لري؟ په همدې توګه کانګې او تبه خوبه ورسره نه وي؟ کمزورتیا خو به ورسره نه محسوسوي؟
ز: په همدې توګه له ناروغ څخه باید د خوراك او د غذا پوښتنه هم وشي، چې ځینې وخت د ډېرې یا خام غذا له خوړلو څخه هم دا شکایت پیدا کیږي.
و: له ناروغ څخه دا پوښتنه هم لازمه ده، چې ستا په سیمه او کلي کې خو به نور داسې ناروغان نه وي؟

واسع

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button