د ناروغۍ نهاني یا د خفاء دوره څه ته وايي؟ Latent period

نهاني یا د خفاء دوره (Latent period):

دا دوره په بدن کې د رنځ د عامل له واردولو او د رنځ د تاثیر له پيل کېدو څخه پيل او تر هغه وخته دوام کوي تر څو د رنځ اثار او نښې ښکاره شي او کله چې د رنځ‌ اثار او نښې په بدن کې څرګند شي، نو دا دوره ختمېږي، ولو که که اعراض او علایم حسي‌ وي او که عیني.

په عفوني رنځونو کې دې دورې ته د اخفاء دوره (Incubation Period) وايي.

نهاني‌ دوره له څو دقیقو څخه ترڅو میاشتو او ان تر څو کالو پورې رسېږي. د ناروغۍ نهاني دوره د رنځ د مخنیوي او درملنې له نظره د ډېر اهمیت وړ ده.

د ناروغیو دورې په اړه دا لیکنه وګورئ

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک