د ناروغۍ وړاندوینه څه ته وايي؟ Prognosis

د ناروغۍ پيش بيني یا وړاندوینه (Prognosis)

د ناروغۍ د عاقبت او انجام په اړه وړاندوینې ته ویل کېږي، چې ایا ناروغ به جوړ شي او که مړ به شي او یا له جوړېدو وروسته به پکې د رنځ کوم اثرات پاتې شي؟ په همدې توګه کله او څه وخت به جوړ یا مړ شي او ترڅه وخته به د رنځ اثرات پکې پاتې وي.

د هرې ناروغۍ وړاندوینه د درې لاملونو تابع ده:

۱- له رنځ سره وړاندوینه تړلې ده. د پرځای وړاندوینې لپاره لازم دي چې ډاکتر رنځ ژر تشخیص او د هغه په اړوند پوره معلومات ولري د هغه پر خاصیت او پرمختګ باندې پوه وي.

۲- دناروغ پر روحي او جسمي حالت پوهېدل چې له ناروغۍ  مخکې یې څه حال درلود؟ آیا ناروغ له حادو او سختو رنځونو نجات حاصلولی شي که څنګه؟ دا د ناروغ په جسم پورې اړه لري او په مزمنو رنځونو کې د ناروغ روحي قدرت مهم رول لري.

۳- د درملنې څرنګوالی: د ډاکتر د علاج له لارښوونې څخه بېل ځینې عوامل هم دخالت لري لکه: ناروغ سره د هغه د خپلوانو او د هغه د شاوخوا دوستانو علاقه په ځانګړې توګه هغه کسان، چې د ناروغ پرستاري کوي، په همدې توګه د ناروغ مالي حالت او وضع د ناروغ مسکن او هغه ځای چې دی پکې تر درملنې لاندې دی او ده ته د ډاکتر یا معالج رسېدنه، چې ایا ډاکتر يې وخت په وخت کتنه کولی شي که څنګه ، څو ناروغ ته نوې نوې لارښوونې وکړي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک