د ناروغ د حال د شرحې په پاڼه کې کوم شیان لیکل کېږي؟، تشخیص

د ناروغیو تشخیص څه ته وايي؟ (پېژندنه) Diagnosis

ناروغۍ د هغو د څرنګوالي له تظاهراتو څخه پېژندل کېږي. هره ناروغي ځانګړې نښې لري. په بل عبارت هر رنځ ځانته داسې نښې نښنې لري، چې په بل رنځ کې نه ليدل کېږي.

د یوه رنځ د معلومولو لپاره اړینه ده، چې د هغه رنځ ټولې نښې وپېژندل شي او له ناروغ څخه وپوښتل شي، چې له هغو نښو څخه کومې نښې پکې تراوسه څرګندې شوي دي. د ناروغتیا د شرحې اورېدل باید پخپله دناروغ له خولې واورېدل شي. په کوچنیانو او هغو رنځورانو کې چې د بیهوشي او اغما په حالت کې وي باید ټول اصطلاحات د ناروغ له خپلوانو او دوستانو څخه وپوښتل شي او عيني نښې او سیمتومونه دزناروغ د معاینې او لابراتواري ازموینو څخه وروسته صورت نیسي.

ډاکتر یا معالج باید د ناروغ د معاینه کولو لپاره په سترګو لیدلو، په غوږو اورېدلو، لمس کولو او ځینې وخت له بويولو څخه استفاده وکړي. د دې لپاره چې ژوره معاینه وشي، د پورتنیو حواسو د تقویت لپاره باید د ځینو وسایلو لکه ګوشي (Stethoscope)، وسیله زبان دباني  (Tongue epresso) او د وینې د فشار معلومولو (SP) څخه استفاده وشي.

ټول هغه اطلاعات او معلومات چې د معاینې او ناروغ څخه د تشخیص لپاره لاسته راځي هغه باید ولیکل شي، چې دا کار په روغتونونو کې يوه ځانګړې پاڼه لري، چې د ناروغ د حال شرح پاڼه کې لیکل کېږي او شخصي کتنځیو او کلینکونو کې د نسخې یوه څنډه با حاشیه کې چې (Clinical record) ورته وایي، ليکل کېږي.

نو په روغتونونو کې د ناروغ د حال د شرحې په پاڼه کې باید لاندې ټکي یادداشت شي:

۱- د ناروغ عمده شکایت (History cas recor):

د ناروغ عمده شکایت څه دی؟ سر یې درد کوي، ټوخی لري، زړه یې درد کوي او که بل څه وي باید ولیکل شی.

۲- اوسنۍ ناروغي (Present Illness):

ټول هغه تکليفونه او نښې چې له پیل څخه تر اوسه ناروغ ته پیدا شوي باید له ناروغ يې پوښتنه وشي او ولیکل شي.

۳- مخکينۍ ناروغتيا (Fast History):

ټول هغه ټکي او رنځونه چې ناروغ له اوسنۍ ناروغۍ دمخه لرل باید وپوښتل شي او یاداشت شي، چې دا کار د اوسني رنځ د تشخیص لپاره پوره مرسته کوي، ځکه کېدای شي په اوسنۍ ناروغۍ کې د پخوانۍ ناروغۍ کومه ریښه شامله وي. مثلا که چېرته یو څوك د ځوانۍ په عمر کې د زړه په رنځ اخته وي او تر هغه مخکې يې د سیفلس رنځ تېر کړی وي، نو په ډېر احتمال سره به يې دا اوسنۍ ناروغي د سیفلس د مخکیني رنځ سرچینه وي. یا که یو ناروغ یو کال مخکې له ټوخي سره وينه ګرځولې وي او اوس بيا هم ټوخی لري باید د سل شك پرې وشي.

۴- کورنی سابقه (Family History):

په دې برخه کې باید د ناروغ د نژدې خپلوانو لکه پلار، مور، ورور، خور او .. سابقه وپوښتل شي. که چېرته مړه وي باید وپوښتل شي، چې د کوم رنځ له امله مړه شوي، ځکه ځینې داسې رنځونه دي، چې د کورنۍ په څو غړو حتی څو نسلونو کې ليدل شوي دي.

په ځینو رنځونو، لکه شکر (Diabet)، د زړه ناروغۍ، لېونتوب صرع (Ephelepsy) او سل کې باید حتمي کورنۍ سابقه ولټول شي.

۵- د ناروغ ځانګړی او ټولنيز حالت:

په دې برخه کې د لاندې ټکيو څېړل او یاداښت کول پکار دي:

دناروغ عادتونه، مخکیني او اوسني کسبونه، د کار وختونه، د کار ډولونه، د خوب وختونه، دناروغ هر ډول شخصي عادتونه، د ساعت تیري ډولونه، د ژوند مشکلات، د خوړو څرنګوالی، کورني شرایط، د دوستانو او همکارانو د صحت حالت او داسې نور، چې د اکثره فزیکي، کیمیاوي او هغه رنځونه، چې د غذایي موادو له کمبود او یا د عصبي تشویش له مخې رامنځته کېږي د همدې ډول معلوماتو له مخې پېژندلی شو.

۶- د ناروغ وضعه تر واده دمخه:

د ښځې او مېړه وضع څنګه ده. په دواړو کې خوبه کوم يو نه وي مړ، که مړ وي د کوم رنځ له کبله، اولادونه یې څنګه دي؟ صحت يې ښه دی که خراب، چې دا ډول معلومات په ځینو رنځونو لکه سوزاك، نری رنځ او سیفلیس کې ضروري دي، ځکه چې دا رنځونه له ښځې مېړه ته او یا له مور او پلار څخه اولاد ته لېږدېدلی شي.

۷- دناروغ معاینه (Physical Examination):

په دې ځای کې ټولې هغه عیني نښې چې ډاکټر یې د معاینه کولو په وخت کې لاسته راوړي قيد کېږي.

۸- لابراتواري ازموینې :(Laboratory Examination)

په دې مورد کې ټول هغه ټستونه لکه د ادرار (Urine )، مواد غایطه(Stool Examination)  د وینې ټسټ، د وینې سره حجرات (R.B.C)، سپین حجرات (W.B.C)  د سږو رادیوگرافي (Lung X-ray) او داسې نور چې د هر بستري ناروغ لپاره لازما صورت نیسي شامل دي او په ځینو حالتونو کې له دې علاوه نور متعدد ټستونه هم صورت نیسي لکه د بلغم معاینه، د معدې د شيرې معاینه، د نخاع د مایع معاینه، د پیپ ازمویښت او د زړه ګراف Electro Cardio Gram یا ECG او داسې نور.

۹- ملاحظات (کتنې):

په دې برخه کې ډاکتر هغه تغییرات چې د ناروغ له بستر کېدو وروسته روزانه رامنځ ته کېږي که د نښو پیدا کېدل وي که د معایناتو خلاصه وي او له نورو ډاکترانو نظر او مشوره وي لیکل کېږي او په همدې توګه د ناروغ علاج او توصیه شوې دوا یې هم یاداښت کېږي.

تر دې ځایه چې د رنځونو درې عمده اصلونه لکه د ناروغیو عاملین، دناروغیو نښې، د ناروغیو تشخیص په لنډه او ساده طريقه وڅېړل شول اوس به د ناروغیو څلورم او بنستیز اصل چې هغه د ناروغیو علاج او تداوي ده، وڅېړو.

واسع خان

Editorial Team

Wasiclinic Publisher Team. Share the articles with your friends, and connect with us on social media.
Back to top button
wasiclinic