د ناروغ د معاینه کولو طریقې
د ناروغ معاینه څه ډول ترسره کېږي؟
د ناروغ معاینه په لاندې څلورو ډولونو صورت نیسي:
۱- لیدل (Inspection):
معالج مجبور دی، چې د ناروغ بدن په پوره دقت وګوري او د هغې هر ډول تغیر د اندازې له لحاظه، د شکل، رنگ طبیعی، موقعیت، حرکات او نور … باید له ډاکتر څخه پټ پاتې نه شي، مثلا پر دې پوهېږو، چې په عادي حالاتو کې د سترګو کسي معلوم ابعاد لري، ګرد وي او د عینیې په منځ کې قرار لري، خاص رنګ یې وي او که چېرته د لمر وړانګې پرې ولګېږي، تنګېږي نو که چېرته اوس د چا په سترګو کې له مخکنیو اطلاعاتو څخه کوم تغییر ولیدل شي، نو نوموړی شخص کېدای شي کوم رنځ ولري.
د نورو او بېلابېلو اسبابو په واسطه د ځینو اندامونو داخلي برخې لیدلی او د هغو په تغیراتو پوهېدلی شو لکه سترګې، غوږونه، پوزه، خوله حنجره، مرۍ، معده، مثانه، رکتوم (مقعد) او داسې نور.
۲- لمس کول(Palpation) :
د لمس کولو په واسطه کولای شو ټول هغه اطلاعات چې د لیدلو په واسطه یې لاسته راوړو پرته له رنګه ځانته حاصل کړو.
برعلاوه د لمس کولو په ذریعه د یو عضو نرمي، سختي، ارتجاعي خاصيت، رطوبت او د تودوخې درجه پېژندلای شو.
د لیدلو په ذریعه یوازې د بدن هغه برخې، چې د ليدلو وړ وي کېدای شي معاینه شي خو د لمس کولو په ذریعه د بدن داخلي اعضا لکه جگر، طحال، پښتورګي، رحم، تخمدان او داسې نور معلومولای شو، چې ایا عادي حالت لري او که غېر عادي، د محل تغییر، غټوالی او وړوکتوب پېژندلی شو.
لمس سربېره پر دې، چې د لیدلو په ذریعه حاصل شوي معلومات تائیدوي، نور اضافي معلومات چې د معاینې نورې طریقې د هغو په کشف نه وي قادرې د ډاکتر په اختیار کې ورکوي.
۳- کوبش دق یا ضربه :(Percussion)
د بدن په بېلابېلو برخو باندې له مکررو او وړو ضربو څخه عبارت دی، چې د غږ د تولیدولو او اورېدلو په منظور صورت نيسي، چې دا ضربې عموما د ګوتې د نوك په ذریعه یا د مخصوص آلې پواسطه صورت نیسي. هغه غږ یا اواز چې د ضربې په واسطه حاصلېږي د دوو عاملو تابع دی:
لومړی: د ضربې څرنګوالی
دویم: د معاینه کېدونکې ناحيې فزیکی خاصیت لکه د هغې شکل او حجم، ارتجاعي قابلیت او ډکوالی.
په ضربه یا قرع باندې دا هڅه کېږي، چې د ضربو ډول او کیفیت ثابت او یو شان وي، نو په دې اساس د قرع غږ به د دویم عامل تابع وي. په عادي حالتو کې د بدن ډېرې برخې د ضربې په وخت کې ځانګړی غږ تولیدوي که چېرته د رنځ په ذریعه د نوموړو برخو په بافتونو کې څه تغییر راغلی وي، نو د ضربې په وخت کې به يې غږ هم متغير وي.
قرع د ناروغ په معاینه کولو کې خاص ارزښت لري، ځکه چې د دې په ذریعه موږ د بدن د هغو اعضاوو معاینه کولای شو، چې نه ليدل کېږي او نه لمس کېږي لکه سږې او حجاب حاجز. دقرع لپاره له ګوتې څخه کار اخیستل کېږي، ضربه باید تېزه وي، خو ډېره محکمه نه وي. معمولا د يوه لاس ګوته د بدن په سطحه ایښودل کېږي او د بل لاس د ګوتې په ذریعه پرې ضربه واردېږی، هغه ضربه چې په ګوته واردېږي د بدن سطحې ته انتقالېږي، چې دې ته غیر مستقیم کوبش یا قرعه ویل کېږي.
مستقیمه ضربه دیو لاس په ذریعه صورت نیسي او په مستقیم دول د بدن په هغو سطحو ضربه واردېږي، چې موږ یې د معاینه کولو اراده لرو.
۴- اورېدل:(Auscultation)
د بدن په سطحه مستقیما غوږ کېښودل یا د ګوشي (Stethoscope) په ذریعه د زړه، سږو، سینې او نورو اوازونو اورېدل، چې د داخلي اعضاوو د فعالیت په نتيجه کې توندیږي سمع یا اورېدل بلل کېږي. اورېدل د تشخیص له میتودونو څخه دی. هغه غږونه چې د تنفس د داخلېدو او خارجېدو په وخت کې تولیدیږي د تنفسی سیستم اوازونه ورته وایي همدارنګه د زړه د انقباض و انبساط په صورت کې خاص ډول اوازونه تولید ېږي، چې د زړه اوازونه ورته وایي. په دې اساس د سمع په ذریعه د زړه او سږو معاینه کولای شو چې ډاکتر باید د زړه او سږو عادي اوازونه وپېژني او په دې وپوهېږي، چې د زړه او سږو عادي اوازونه له غير عادي اوازونو څخه بیل دي، ځکه چې د زړه او سړوپه اوازونو کې هر ډول تغییر د ناروغۍ نښه ده.
کله ناکله په ځینو قلبي ناروغیو کې ځینې اضافي اوازونه تولیدېږي، چې Rales اوSouffle ورته وایي، چې عادي او د صحت په حالتو کې نه ليدل کېږي.
واسع خان