د نارینه د بې اولادۍ لاملونه

عقر او نامردي څه شی دی؟

عقر د تولید د مادې نقص او بطلان ته ویل کیږي. منی یوه سپینه سریښناکه او ځانګړی بوئ لرونکی مائع ده چی په خصنتینو کی جوړیږی اوپه یوځل انزال کی تقریبا ۵څخه تر ۶ ګرامه پوری خارجیږی په دی ماده کی په لکونوسپر مونه وی چی یو یا دوه سپرمونه یی دښځو رحم یا زیلانج ته ځی او د حمل د استقرار سبب ګر ځي.

دا سپرمونه ډیر واړه وی په سترګو نه لیدل کیږی خو د مایکروسکوب په ذریعه څرګندیږی سر تنه او لکۍ لري.
سپرمونه دلکی په ذریعه یو اوبل خوا ته حرکت کوی او د همدی حرکت په ذریعه د ښځی د تولید مادې هګۍ سره یوځای کیږی او د ژوند د پیل سبب ګرځي او که چیرې په منو کې سپرمونه نه وي یا مات او مړه وي عقر ذوسپرمیا ورته ویل کیږی .

منی هغه وخت دتولید وړوی چی دهغی سپرم خوځنده اوتندروست وی که چیری خصنتین دڅه ناروغی لکه ضربه اوداسی نورو له امله خراب شوی وی نونومړی سپرم نه شی تولید ولای اودومره کمزوری وی چی دحمل داستقرار وړنه وی سرعت انزال قدامیه غدود اپریشن خرابی دعضو تناسل شکر دغواږونو دلاندنیو مرغیړوپاړ سوپ په منو کی دچینجو نه موجودیت دعقر لا مل ګرځی که چیری نارینتوب ځواک کمزوری وی هغه ته ضعف باه ویل کیږی اوکه چیری دزوجیت ددندی وړنه نوی نودیته نامردی وائی اوکه چیرته دسړی اله وړه وی اویا خصنتین نوی یا یوه وی دوهمه نوی اسباب دمعدی کمزوری دزړه کمزوری دځیګر کمزوری ړاعصابودماغو کمزوری دګردی کمزوزی په جسم کی زیاته ګرمی یا یخنی دمنی کمی ډار او وهم دنشه لرونکو درملو کارول اونور ددی ناروغی سببونه ګنل کیږي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک