د نخاع التهاب څه شی دی؟ نښې، تشخیص او درملنه (Myolitis)

د نخاع التهاب څه ته وايي؟ (Myolitis)

د څه حادثې په واسطه د ستون فقرات د هډوکو ماتېدو او يا هلته د مايکروبونو سرايت د نخاع التهاب سبب کېږي. د سل او اتشک ناروغيو څخه هم دا ناروغي لګيدای شي او ځيني وختونه موروثي جنبه هم لري.

نښې:

د ستون فقرات کوم هډوکی چې ماوف وي په هغه مقام درد، ورم او برېښ محسوسېږي. که چېرته د ستون فقرات په لاندينۍ برخه کې خلل واقع وي، نو په دواړو پښو کې د فلج غوندې کيفيت موجود وي او که چېرته په ګردني مهرو کې زيان وي، نو دواړه لاسونه بې کاره کېږي. د لاندينۍ مهرو له خرابوالي څخه د ادرارو بندښت هم واقع کېږي، په لومړيو کې تبه هم موجوده وي، ناروغ ژر نه ښه کېږي بلکې په مياشتو مياشتو په عذاب اخته وي.

درملنه:

که چېرته دا ناروغي د سل Toberclosis له امله وي، نو د هغې مطابق يې معالجه کړئ. ناروغ ته ورم ضد درمل انټي بيوټيک درمل توصيه کړئ، لکه Inj.Benzylpencilline د ورځې دوه ځله سهار او ماښام په عضله کې زرق کړئ او يا Cap.Ampiclox هر ۶ ساعته وروسته يوه يوه دانه ورکړئ او تر يوې اونۍ يا څلور ورځو پورې يې تطبيق کړئ. له پورتنيو دوه درملو څخه يوه غوره کړئ. تر څنګ يې Tab.Prednisalon او يا Inj.Decadron 4mg  ورکړئ او که درد موجود وي نو غوره به وي چې Tab.U.Tran 50mg او يا يې بل مرکب لکه Tab.Declofenac ورسره ورکړئ. د ناروغ د بسترې د زخم خيال وساتئ په ملا او ګېډه ورته بوريک اسيد Powder.Boric acid ومښئ د ناروغ جوړونو يعنې مفصلونو ته هم متوجه واوسئ. وخت نا وخت حرکت ورکوئ چې شَل نه شي.

تشخيص:

د ملا د تير د هډوکو x-ray وکړئ. که کوم هډوکی مات يا بېځايه شوی وي پلاستر ورته لګول په کار دي.

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک