د هګۍ خوړلو ګټې

د هګۍ خوړل مو صحت او زړه سالم ساتي د خطر مخنیوی کوي.

په دوه نویو تجربو کی ښودل شویده چی د هګی خوړل د زړه د مرض خطر د زیاتوالی څخه مخنیوی کوی بلکی صحتمند یی ساتي, ذکر شوې څیړنې د (the american journal of clinical nutration) لخوا په may, 21 , 2018  کی تر سره شویدی په دغه څیړنه کی 128  کسان چی  د type 2 diabetes او heart disease  تکلیفونه یی لرل په دریو میاشتو کی تجربه تر سره کړه چی په هفته کی به نمایی کسانو 12 هګی خوړلی او ځینو به یی دوه او یا هم لږی هګی خوړلی په دغه تجربه کی چی څومره کسان وو دهغوی د وزن اخیستل او د وزن بایللو اندازه هم یو شان وه ددی تر څنګ په ذکر شوو کسانو باندی (saturated , poly saturated , monounsaturated fats) بند کړای شوی وو چی ضرورت به یی د هګی د خوړلو څخه پوره کولو, وروسته دواړه ګرپونه ارزیابی شول زړه یی هم صحتمند وو او ددی تر څنګ یی د وینی فشار او LDL  کلسټرول هم نورمال وو او په اوسط ډول سره یی وزن هم برابر وو.

دوهمه تجربه په  May, 21 ,2018  کی د زړه د تحقیقاتی ډلګی لخوا تر سره شو او پدی څیړنه کی هغوکسانو برخه اخیستی وه چی عمرونه یی د 50 کالو په اندازه وو هغوی نه د زړه تکلیف لرلو او نه یی د Diabetes  تکلیف لرلو د هغوی د صحت ساتلو پروسه تر ډیر وخت پوری د تعقیب لاندی وه. وزن ,دوینی فشار او نور مشکلات څخه تر ډیر حده په امن کی وه د څیړنی په اخیر کی دا معلومه شوه هغه کسان چی دوامداره د هګیو خوړل تر سره کوی د زړه د تکلیف څخه به پ لیری وی دهغو کسانو په پرتله چی نه یی خوری.

نو هغه کسان چی روزانه یو هګی خوری تر % 28  پوری به دناڅاپی مړینی او تر %18 پوری به د زړه له مرض د خطر څخه خلاص وی. په اخیر کی دغه څیړونکی ډلګی ثابته کړه چی د هګی په ترکیب کی  هغه مواد مو جود دی چی هم صحت ښه ساتی او هم زړه ته قوت ورکوی لکه Folate او Omega-3 faty acids.

مننه

Dr. Talib jan

❤️『 @Dactari_Maloomat 』❤️

Back to top button
واسع کلینیک