د وینې د غوړو د کمولو لارې چارې پرته له درمل څخه

دوینې د غوړو دکمولو لاري چارې بدون له درمل نه.

دوینې غوړ یو له هغو ناروغیو څخه دی چې په نني عصر کې ډیری هغه وګړي په دې ناروغي اخته کیږی کوم چې په ښارونو کې ژوند کوی، ځکه دوی زیاتره هغه غذاوې ډېرې مصرف کوی کومې چی طبعی نه وی یاني زیاتره یی مصنوعی غذاوې وي او بل داچې د دوی فزیکی حرکات هم د کلیو او باڼدو دخلکو په نسبت کم وی یا خو ډیر پلی نه ځي   ان تر ډیره کم ځای پورې هم په موترو کی تګ راتګ کوي چی دایی هم د وینې د غوړو د زیاتیدو سبب کیدای شی!

نو د دې ناروغی دکمولو لپاره مې درته یو څولاری چارې ځانګړې کړی تر څو یی په ځان عملی کړی او ددغه ناروغیو نه ځان خوندي وساتئ.

څنګه کولای شو دوینې غوړ مو بدون له درمل نه کنټرول کړو؟

په ننۍ نړۍ کی د وینې د غوړو ناروغي یو ستر ګواښ دی چی خلک ور سره مخ دی هغه نه تنها لوړ لرونکی عمرونه  بلکې ځوانان او ماشومان هم له دې ستونزوې سر ټکوی،  خو  متاسفانه چی زیاترو سره هیڅ علایم یا نښې نه لیدل کیږی خو د زړه او درګونو لپاره ستر ګواښ دی چی باید مخکی له مخکې یی لاری چاری ولټول شي،  چی په لومړیو کې یی درملنه ډیره اسانه او زر کنټرول کیدای شي.

دوینې غوړ څه شی دي؟

دوینې غوړ عبارت دی له کلسترول او ترای ګلسرید څخه چی  له نارمل حالت څخه  یی اندازه لوړه شي  چی دې ته د وینې دغوړو ناروغی ویل کیږی.

کلسترول ۸۰ سلنه په خپله  په  ځیکر کې سنتز یا جوړیږی او ۲۰ سلنه بیا له بهر نه دغذایی موادو نه ذخیره کیږی.

او ترای ګلسرید ۸۰ سلنه د غذایی مواد نه بدن کی ذخیره کیږی او ۲۰ سلنه په بدن کی دځیګر په واسطه سنتز کیږی .

دوینې د غوړو داندازې لوړیدل یو له هغو مهمو فاکتورونو څخه دی چی غذایی مواد  یی دکاربو هایدریت لوړه کچه ولري.

دوینې غوړ زیاتیدل د رګونو دتنګولو  سبب کیږی چی په پایله کی دزړه دسکتی او دسینې د درد احتمال زیاتوي.

دټولني هر وګړي چی عمر یی له شلو کالو اوښتی وي کال کی باید دوه ځلې د ویني دغوړو اندازه په یوه معتبر لابراتوار کې معلوم کړی،  ځکه که چیری مو د وینې غوړ نارمل وی نو دایو ښه زیری دی او که مو دوینې غوړ لوړ وي نو فورا درملنې ته یی اقدام وکړئ چې دې وخت کي به مو د زړه او مغزی سکتې نه جلوګیری کړي وي .

پاتې د نه وی کچیرې مو لابراتور کی کلسترول یا ترای ګلسرید معاینه کول کو شش وکړئ چی ۱۰—۱۲ ساعتو په نهاره یی معاینه کړی چی د دی به نتیجه دیره دقیقه وی.

نښې نښانې:

دکلسترولو اوترایګلسرید لوړیدل په وینه کې یو شمیر نښې نښانې منځ ته راوړي.

ګنګسیت، سر ګیچی، د ستړیا احساس، د بدن په مختلفو برخو کی سوی خصوصا دپښو په تلو کې، سر دردي ، دخولې وچیدل او دخولې خوند تریخ احساس کول،  خوب وړی او داسې نور………..ډیر  .

درملنه بدون له درمل:

ورزش:

یو له هغو مهمو فاکتورو څخه شمیرل کیږی چی دغوړو په کمولو کې رغنده رول لوبوی،  ورزش تنها په دی مانا نه سړی دحتما ورزشی کلپ ته لاړشی،  ورزش یا نی فزیکی حرکات زیاتول،  باسیکل ځغلول،  پیاده تګ راتګ او داسې نورې لاري چاری چی دفزیکی حرکاتو سبب کیږی.

دهغو غذاګانو حزف کول چی ترکیب یی دکاربو هایدریت  څخه ډک وی لکه  وریژی،  چپس،   چاکلیت،  قنادی محصولات او داسې نور ……….

دسبزیجاتو او ترکاریو زیات کارول لکه کرم، مولی سرخک،  ګشنیز، نعنا، کاهو او داسی نور …..

میوه جات هم دکلسترولو په کمولو کی مهم رول لری .

دسګریتو ترک کول،  وزن کمیدل، هم یو له همدی فاکتورونو څخه شمیرل کیږی.

خو ګورئ ورونو سګریت یو له هغه خطرناکو فاکتورونو څخه دی چی د دزړه او مغز دسکتی د رامنځ ته کیدو مهم منبع ده.

خدای د وکړی چی تر پایه یی ولولوئ او ګټه تری واخلی او که مو لیکنه خوښه شوه نو دنورو ملګرو سره یی شریکه کړیئ.

Back to top button
واسع کلینیک