د وینې لوړ فشار څه شی ده؟ مخنیوی او درملنه Hypertension

د وینې لوړ فشار Hypertension څه شی ده او په څه ډول یې مخنیوی او درملنه کیږي؟

هر وخت چې د یوه شخص د ویني فشار د داکتر د دوه یا ډیر کرته کتلو وروسته ١٤٠/٩٠ یا له دې څخه لوړ وي د ویني د لوړ فشار Hypertension په نامه یادیږي خو د ٢٠١٩ کال په کتابونو کي ١٣٠/٨٥ د ویني لوړ فشار بللی دی.

د وینې د لوړ فشار علتونه:

له ٩٠ تر ٩٥ سلنه خلکو کې د ویني د لوړ فشار علتونه معلوم نه دي چې دا ډول فشار د Primary یا Essential Hypertension په نامه یادیږي.

له ٥ څخه تر ١٠ سلنه خلکو کي کولای شو د هغوی د لوړ فشار علتونه معلوم کړو چې د دا ډول فشار علتونه کیدای شي د پښتورګو ناروغی او بعضي هورموني ناروغی لکه Cushing Syndrome Pheachromocytoma او نور وي چې د فشار دا ډول د Secondery Hypertension په نامه یادیږي.

اعراض او علایم:

د ویني لوړ فشار د Silent killer یا چپ قاتل په نامه یادیږي ځکه چې اکثریت وختونه بیله کومو مشخصو اعراض او علایمو وي مګر په بعضي اشخاصو کي کیدای شي:
🔵 سردردي
🔵 بي حالي
🔵 په غوږونو کي غږا
🔵 زړه بدوالی
🔵 استفراغ

او داسي نورو علایمو د رامنځته کیدای سبب وګرځي.

د ویني د لوړ فشار اختلاطات:

که چیرې د ویني د لوړ فشار درملنه ونه شي د لاندې ستونزو د رامنځته کیدو سبب ګرځي.

🔵 د زړه ناڅاپي دریدل
🔵 د مغزي ستونزو پیدا کیدل یا سکته
🔵 د پښتورګو په دنده کې ستونزي پیدا کیدل
🔵 د سترګو څخه د ویني بهیدنه
🔵 د محیطي شریانونو ناروغی

د شکري یا دیابت په ناروغانو کي د ویني لوړ فشار:

هغه ناروغان چې د شکري په ناروغی باندې اخته دي په هغوی که د ویني د لوړ فشار ستونزي نسبت عادي ناروغانو ته دوه برابره زیاتي دي چي د داسې ناروغانو فشار په دقیق ډول باید کنترول شي یعني د داسي ناروغانو فشار باید ١٣٠/٨٠ څخه کښته وي.

د ویني لوړ فشار په هغو ناروغانو کې چې د شکري په ناروغی اخته دي د زړه د ناڅاپي دریدا او مغزي ستونزو مشکلات دوه برابره لوړیدای شي.

د مخنیوي لارې:

✔ د وزن کموالی (په هرو لسو کیلو ګرام وزن کمولو سره ستاسو د بدن د فشار ٢٠ درحې ټیټدای شي)
✔ منظم فزیکي فعالیت حداقل په اکثرو ورځو کي تر ٢٠ دقیقو پوري قدم وهل.
✔ د کمي مالګي استعمال.
✔ د پوتاشیم لرونکو غذایي موادو د استعمال زیاتوالی لکه کیله، انار، مالټه، رومي بانجان او نور…
✔ د زیاتو اوبو استعمال.
✔ د سګریټو او الکولو پریښودل (کولای شي ستاسو فشار له ٥ څخه تر ١٠ درجو پوري کښته راولي.
✔ د استرس کنترول.

درملنه:

درملنه یې د فشار په ډول، د ناروغ په عمر او د نورو ورته ناروغیو د موجودیت په درلودلو او نه درلودلو سره صورت نيسي. له دقیق تشخیص نه وروسته درمل ورکول کیږي.

Back to top button
واسع کلینیک