د وینې کموالی؛ لاملونه، نښې، تشخیص او درملنه Anaemia

د وینې کموالی څه شی دی؟ Anaemia

کله چې په وينه کې د سرو حجراتو مقدار او یا د وینې اوسپنه کمه شي، دې ډول ناروغۍ ته په بدن کې د وینې کموالی یا Anaemia ویل کېږي.

د وینې کموالې لاملونه:

  • دا ناروغي اکثره په ښځو کې لیدل کېږي. په ځانګړې توګه په هغو ښځو کې چې زیات اولادونه زېږوي يا پکې د حیض زیاتوالی وي او خونی بواسیر ولري.
  • په نرانو کې دا ناروغي د بېلابېلو لاملونو له کبله وي، د وینې د ضايع کېدو، په خېنه کې د چنجیو د موجودیت نه هم دا ناروغي راټوکېږي او بلاخره د داسې خوړو نه استعمالول چې له اوسپنې څخه غني وي، هم د دې ناروغۍ سبب کیږي.

د وینې کموالې نښې:

  • د بدن رنګ عموما مخ پیکه او بې ډوله وي،
  • طبیعت سست او بد حاله وي،
  • د زړه درزا ډېره وي،
  • په پښو او لاسونو کې ورم ليدل کېږي
  • او په سر باندې سرګرداني راځي
  • او د نوکانو رنګ یې سپین معلومېږي، سوروالی پکې نه ليدل کېږي.
  • که د ناروغ د سترګې لاندینۍ زېږمه خلاصه کړئ، په هغې کې به پیکه توب او سپینوالی ووینئ، چې له دې پرته د عادي انسان د سترګو د جهلي رنګ سور وي،
  • د سر درد او په غوږو کې اوازونه وي.

تشخيص Laboratory Test

د ناروغ په وینه کې د هیموگلوبین (HB) مقدار ټسټ کړئ، که چېرته د هغې مقدار له طبیعي حالت څخه کم و، نو ناروغ به کمخوني لري.

په نرانو کې د HB نورمال حالت 13-17 g/dl او په ښځو کې 12-15 g/dl دی.

د وینې کموالې درملنه

  • د ناروغانو لپاره داسې خواړه توصیه کړئ، چې د اوسپنې مقدار یې لوړ وي. د ناروغ د قوت او طاقت برداشت وکړي،
  • د اوسپنې مركبات لومړی ناروغ ته په کم مقدار او وروسته یې مقدار ورو ورو پورته يوسئ.
  • ناروغ ته د كمخونۍ لپاره FerusSulphate په لومړيو ورځو کې د ورځې يوه ګولۍ بیا د ورځې ۲ ګولۍ او په وروستیو کې ۳ گولی سهار غرمه او ماښام تجویز کړئ
  • په همدې توګه ناروغ ته Fefal د ورځې یو، Syp.Tab.Inj.Jetepar ، Tab.FolicAcid، Ferolex، R.B.Tone او داسې نور ورکړئ. Inj.Jetepar د ورځې یوه یوه ستن تر یوې اونۍ پورې، په همدې ډول Inj.VitB12 هم ورته تطبیق کړئ.
  • ناروغ دې خربوزه، مڼه، ګوپي، هګۍ، غوښه، ماهي او داسې نور… خواړه وخوري.

لابراتواري ټسټ Lab Test:

۱- د وینې په سيروم کې د ویټامین B12 کمی لیدل کېږي، د هغې مقدار 100 pg/cc څخه کم وي.

۲- د سرو حجراتو (M.C.V) لوړېږي، چې له ۱۱۰ تر ۱۲۰ پورې وي.

۳- د Bilirubin او L.D.H مقدار هم لوړېږي.

۴- د هیموگلوبین (HB) مقدار کم وي او کله کله له ۷ څخه تر ۸ ګرامو پورې او یا له دې هم کمېږي.

 

 

 

Back to top button
واسع کلینیک